مک‌کانل: له افغانستانه د سرتېرو ایستلو کې باید د تېرې ادارې تېروتنې تکرار نه‌شي

ارشیف، امریکايي ځواکونو زغره‌وال موټر

د امریکا یو مخکښ سناتور وایي، طالبانو د افغانانو په وړاندې تاوتریخوالي ته دوام ورکړی.

میچ مک‌کانل چې دا مهال په سنا کې د جمهوري غوښتونکو اکثریت مشري پر غاړه لري وایي، افغانستان کې د امریکا د تېرې ادارې تېروتنې باید تکرار نه‌شي.

ښاغلی مک‌کانل وایي، هېواد یې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه باید د پخوانۍ ادارې درس په ذهن کې ولري.

مک‌کانل پرون په سنا کې د خپلې وینا پر مهال وویل، له افغانستانه د ځواکونو ایستل یو انتخاب دی، خو د ده په باور، امریکا باید د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې خپل اغېزناک رول په پام کې ولري.

دغه سناتور پر طالبانو هم کلکې نیوکې وکړې.

ښاغلی مک‌کانل زیاتوي: "افغانستان کې د څو میاشتې مخکې له هوکړې سره سره چې له حکومت سره د سولې او له القاعده سره د اړیکو د پرې کولو په هدف لاسلیک شوه، طالبانو د افغانانو په وړاندې تاوتریخوالي ته دوام ورکړی، ډونالد ټرمپ د طالبانو له ناکامۍ خپله ناهیلي څرګنده کړې او له افغانستان نه‌یې د خپلو ځواکونو ایستل یو څه ګړندي کړي دي، باید په پام کې ولرو چې د تېرې دورې تېروتنې باید تکرار نه‌شي."

امریکايي سناتور مچ مک‌کانل

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل یوه نوي راپور کې چې تېره جمعه خپور شو وویل، طالبان له القاعده شبکې سره اړیکه لري، خو په قطر کې د طالبانو دفتر دغه راپور بې‌بنسټه وباله.

امریکایي سناتور مچ مک‌کانل وایي، له افغانستانه وتلو کې باید احتیاط وشي او د ده په باور د دغې لانجې یوازنی حل د افغانانو ترمنځ خبرې دي.

دی وايي: "د ولسمشر ټرمپ تګلارې او ډيپلوماسۍ د افغانانو ترمنځ خبرو ته لاره هواره کړې ده، دا یوازنۍ لاره ده چې هغوی کولای شي پرې خپله راتلونکې خوندي کړي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، امریکا به سږ کال د جولای میاشتې پورې خپل سرتېري افغانستان کې ۸،۶۰۰ ته راکموي.

هوکړه کې راغلي، که طالبان دې موده کې تاوتریخوالی کم کړي، د راتلونکي کال مې میاشتې پورې به ټول امریکایي عسکر ووځي.

تېره اوونۍ د امریکا او ناټو چارواکو وویل، دوی مخکې له مخکې خپل ځواکونه افغانستان کې ۸،۶۰۰ ته راټیټ کړي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې یوه برخه بین‌الافغاني خبرې دي چې لا پيل شوې نه‌دي.

د افغان حکومت هغه بندیان چې د افغان حکومت له لوري خوشې شوي. 26 May 2020

اوس اوس د دغو خبرو د پیل په هدف د زندانیانو ازادېدل ګړندي شوي او د جګړې شدت د روژې میاشتې به نسبت کم شوی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي وویل، دوی د دواړو لورو د زندانیانو له ازادېدو سره مرسته کوي او په خبره‌یې، د دې بهیر په بشپړېدو سره به بین‌الافغاني خبرې پيل شي.