نړۍ کې د کرونا له کبله د مړینو شمېر له ۳۷۵ زرو واوښت

برازیل کې په کرونا ویروس د مړه شویو کسانو لپاره کېندل شوي قبرونه

په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر له ۳۷۵ زرو اوښتی.

دې نړیوالې وبا که څه هم د نړۍ په ځینو برخو کې د کمېدو نښې ښودلي، خو په ځینو نورو کې لا هم په شدت خپرېږي.

په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کرونا ویروس سترې اقتصادي اغېزې نورې هم روښانه شوې، د نړۍ سیاستوال‌یې د خلکو د روغتیا د ساتنې او د کاروبارونو د بېرته تدریجي پرانیستو ترمنځ په ستونزمن حالت کې واقع کړي دي.

هغه لیک چې د د دوشنبې په ورځ څرګند شو، په‌کې د نړۍ تر ۲۲۵ زیاتو مهمو شخصیتونو، د نړۍ د ۲۰ سترو اقتصاد لرونو هېوادونو پر مشرانو ټینګار کړی چې یوه بېړنۍ غونډه دې وکړي، څو د دوه نیم ټریلیونه ډالرو پر هغه پلان سلا شي چې د کرونا نړیوالې وبا سره په مبارزه او ترې په اقتصادي رغېدنې ولګول شي په ځانګړې توګه د متوسط عاید لرونکو هېوادونو لپاره.

په نیوزیلنډ کې صدراعظمې جیسنډا ارډرین نن وویل، راتلونکې اوونۍ به دې هېواد کې ټول لګېدلي محدودیتونه لیرې کړي. دې هېواد په کور دننه دا ویروس له‌منځه وړی دی.

د نیوزیلنډ صدراعظمه

په پاکستان کې که څه هم د کرونا ویروس خپرېدو زور اخیستی، خو صدراعظم‌یې عمران خان ویلي، حکومت به‌یې دغلته د څو میاشتو راهیسې لګېدلي محدودیتونه لیرې کړي. څرګنده شوې چې په دې هېواد کې د کرونا پېښې تر هغې څو چنده زیاتې دي چې مخکې یې فکر کېده.

په روسیه کې چېرې چې د دوشنبې په ورځ په مسکو کې د کرونا ویروس له کبله لګېدلي محدودیتونه نرم شول، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې چارواکو د ۸،۸۶۳ نویو پېښو او د کرونا له کبله د ۱۸۲ نویو مړینو راپور ورکړی دی.

برازیل چې د کرونا ویروس د خپرېدو په نوي تاوده ډګر بدل شوی روغتیايي چارواکو په‌کې ۵۲۶ زره د کرونا پېښې تر اوسه تأیید کړي.

برازیل کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو قبرونه

امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېرې یو میلیون او ۸۰۰ زره کسانو ته نږدې شوې دي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغلته د کرونا له کبله ۷۴۳ کسان مړه شوي دي چې په دې سره په امریکا کې د کرونا وبا د پیل راهیسې پر دې ویروس د مړو شمېر ۱۰۵ زره تنو څخه واوښت.