د ایران اټومي پروګرام په اړه د امریکا په وروستۍ پرېکړه نیوکې شوي

د امریکا حکومت د ایران په بوشهر اټومي تاسیساتو کې د نړیوالو کارپوهانو فعالیت ته ۹۰ ورځې مهلت ورکړی څو هغوی په مصئون ډول کارونه سر ته ورسوي.

د بریتانیا، جرمني او فرانسې حکومتونو د امریکا پر دې پرېکړه چې ایران ته د دې هېواد د اټومي پروګرام په تړاو ورکړی شوی معافیت یې ختم کړ، نیوکه کړې او د افسوس وړ ګام یې بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د تېرې پنج شنبې په ورځ وویل چې دوي هېڅ توجیه نه لري چې د ایران له اټومی پروګرام سره په ملکي برخه کې د همکاریو ورکړ شوی معافیت تمدید کړي.

جرمني، فرانسې او بریتانیا پرون، د مې په ۳۰مه، په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دوی د امریکا پر دې پرېکړه چې ایران ته ورکړ شوی معافیت چې د نړیوالو د اټومي موافقې یوه اساسي برخه وه، لغو کړي، خواشیني دي.

ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له نړیوالو سره اټومي موافقه لاسلیک کړه.

په دې موافقه کې روسي، چینايي او اروپايي شرکتونو ته اجازه ورکړ شوې وه چې له ایران سره د اټومي پروګرام پر ملکي اړخ همکاري ته دوام ورکړي.

خو د امریکا متحدو ایالاتو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ایران سره د نړیوالو اټومي موافقه نیمګړې وبلله او د ځان د وتلو اعلان یې وکړ.

تر دې کار وروسته، امریکا پر ایران بندیزونه له سره ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېره اوونۍ په یوه اعلامیه کې وویل چې ایران ته ورکړی معافیت يې لغو کړ او ویې ویل چې د ایران د رژیم اټومي اخاذي به پر دې هېواد فشار لا زیات او په نړیواله ټولنه کې به یې منزوي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

دا په دې معنی ده چې داراک د درنو اوبو په ریکټر په کار، د تهران د تحقیقاتي ریکټر لپاره د سون د موادو په برابرولو او له ایرانه د اټومي ذبالې د ایستلو په برخه کې همکاري پای ته رسېږي.

په دې اړه د جرمني، فرانسې او بریتانیا حکومتونو په ګډ بیان کې ویلي چې دا پروژۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک په ملاتړ پر مخ بیول کېدې او د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي لپاره وې.

په بیان کې ویل شوي چې په دې ډول نړیوالې ټولنې کولای شوای چې دا ضمانت تر لاسه کړي چې د ایران اټومي فعالیتونه د سوله ییزو اهدافو لپاره او مصئون دي.

د روسیې حکومت هم د امریکا پر وروستي اقدام نیوکه کړې ده.

مسکو ادعا کړې چې د امریکا بهرنی سیاست په غیر مترقبه او خطرناک لور روان دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي ویلي چې د امریکا پرېکړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر پرېکړه لیک څرګند تېری دی.

هغه وویل چې که د امریکا دا حرکت د ایران حق ته چې باید اټومي پروګرام ولري زیان ورسوي، قانوني اقدام وکړي خو هغه نور جزئیات ور نه کړل چې څه ډول اقدام کولای شي.

د امریکا حکومت د ایران په بوشهر اټومي تاسیساتو کې د نړیوالو کارپوهانو فعالیت ته ۹۰ ورځې مهلت ورکړی څو هغوی په مصئون ډول کارونه سر ته ورسوي.

د امریکا په کانګرس کې د ایران د رژیم مخالفان اود جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ اداره باور څرګندوي چې ایران ته ورکړ شوي معافیت دا موقع ورکوله چې داسې ټکنالوجي تر لاسه کړي چې له هغې څخه د اټومي وسلو د جوړولو لپاره کار اخیستل کېدلای شي.