امریکا کې نږدې ۴۱ میلیونه کسان وزګار شوي

د امریکا په متحدو ایالتونو کې په میلیونونو هغو وګړو، چې اوس وزګاره شوي، د کرونا تر وبا مخکې په عامه او خصوصي سکټورونو کې کارونه کول.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې تر دوو میلیونو زیاتو کسانو تېره اوونۍ د وزګارتیا د امتیازونو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.

په امریکا کې کرونا وبا د دې سبب شوې، چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۴۱ میلیونه وګړي وزګاره شي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې په میلیونونو هغو وګړو، چې اوس وزګاره شوي، د کرونا تر وبا مخکې په عامه او خصوصي سکټورونو کې کارونه کول.

د امریکا د کار وزارت پرون اعلان وکړ، چې تېره اوونۍ له دولت څخه د وزګارتیا د امتیاز ترلاسه کولو لپاره ۲ ملیونه او ۱۲۳زره کسانو غوښتنلیکونه ورکړي دي.

دا لسمه پرله پسې اوونۍ ده، چې هره اوونۍ تر دوو میلیونو زیات د وزګارتیا د امتیازونو اخیستو لپاره درخواستونه ورکوي.

دا ارقام د کرونا د وبا له کبله کار و بارونو او د خلکو ژوند ته د اوښتو اقتصادي زیانونو دوام څرګندوي.

کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ په امریکا کې تر یولک زیات کسان مړه کړي او دا د ویټنام او کوریا په جګړو کې د وژل شویو امریکايانو تر شمېر لوړ دی.

د امریکا د اقتصاد د راتلونکي لیدلوری تت ښکاري.

راپورونه وايي، په اپرېل میاشت کې د کار و بارونو له خوا پر وسایلو د مصارفو اندازه کمه شوې او دا جوتوي هغه سخت اقتصادي رکود چې امریکا یې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ میلادي کلونو کې شاهده وه، د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې لا ژور و او دغه اقتصادي رکود به د دغه کال تر نیمايي پورې لا پسې زیات شي.

خو بیا هم د وزګارتیا له امتیازونو څخه د ګټې اخیستو لپاره د خلکو لومړنۍ تقاضا د مارچ میاشتې له وروستیو په سرعت کمه شوې ده.

د مارچ میاشتې په وروستیو کې د وزګارتیا له امتیازونو د برخمن کېدو لپاره ۶ ملیونه او ۸۶۷ زره کسانو درخواستونه ورکړي وو.

د پرونیو معلوماتو له مخې، د اول وار لپاره د مارچ میاشتې له نیمايي تر اوسه نږدې ۴۱ میلیونه کسانو د امتیازونو ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.

په اپرېل میاشت کې په امریکا کې د وزګارتیا اندازه ۱۴ اعشاریه ۷ فیصده وه، چې په دغه هېواد کې تر شدید اقتصادي رکود وروسته تر ټولو لوړ شمېر دی.

زیات اقتصادپوهان وايي، په روانه مې میاشت کې چې پای ته نږدې شوې ده، د وزګارتیا اندازه ۲۰ فیصدو ته هم رسېدای شي.