ولې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې د افغانانو ترمنځ جوړجاړی مهم دی؟

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر

وروسته له دې چې امریکايي رسنیو وویل، ولسمشر ټرمپ غواړي چې د امریکا تر انتخاباتو مخکې ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه وباسي، د دغه هېواد دفاع وزیر وویل، دا موضوع لا وروستۍ شوې نه ده.

امریکايي رسنۍ وايي چې د دغه هېواد دفاع وزیر تر ټاکل شوي مهالوېش وړاندې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو له ایستلو سره مخالفت کړی دی.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر د چهارشنبې په ورځ له افغانستانه د نومبر تر میاشتې د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د خپرو شویو راپورونو په اړه وویل چې دا یو له څو انتخابونو څخه دی خو ښه او قوي انتخاب نه دی.

تر دې مخکې نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ولیکل چې د امریکا د پوځ جګپوړي چارواکي په راتلونکو ورځو کې ولسمشر ټرمپ ته له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو د پلان په اړه انتخابونه وړاندې کړي.

ډونالډ ټرمپ

ورځپاڼې د ځواکونو د ایستلو له پلانه د خبرو چارواکو په قول ویلي چې په دغو وړاندیزونو کې یو دا دی چې ټول امریکايي پوځیان د امریکا تر انتخاباتو مخکې وایستل شي.

ځینې امریکايي او افغان کتونکي وايي، له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې د ولسمشر ټرمپ بیړه د امریکا د انتخاباتو په خاطر ده او دی غواړي چې په دې توګه په انتخاباتو کې ګټه وکړي.

د سیاسي چارو افغان شناند او د پوهنتون استاد نجیب ازاد یو له هغو کسانو څخه دی چې دا ډول نظر لري.

ده ازادي راډیو ته وویل: "په ۲۰۱۰ کې د ښاغلي اوباما د کمپاین پر مهال هم خبرې همدغه وې چې دی به له افغانستان او عراق څخه خپل پوځیان راباسي، په ۲۰۱۵ کې ښاغلي ټرمپ یا جمهوریپالو هم همدا ادعا کوله چې له افغانستان څخه به خپل پوځیان راباسي او دې اوږدې جګړې ته به د پای ټکی ږدي، همدغه د توس قطعه اوس په لاس کې لري او هڅه کوي چې د هغې په وسیله له امریکایانو څخه رایې واخلي."

ډونالډ ټرمپ نه یوازې د تېرې دورې د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتو په کمپاین کې بلکې د ولسمشر په توګه د لوړې له مراسمو وروسته هم ویلي و چې له افغانستانه به امریکايي پوځیان وباسي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر په درېمه ترسره کېږي.

خو دفاع وزیر ایسپر په جنوبي کارولینا ایالت کې د متحدو ایالتونو د سمندري ځواکونو له قول اردو تر ستنېدو وروسته وویل: "تراوسه پورې دا خبره یقیني شوې نه ده چې موږ تر ټاکلي وخت مخکې د خپلو ځواکونو چټک ایستلو ته ترجیح ورکوو."

ایسپر زیاته کړه، د ځواکونو ایستلو ته نوې نېټه نه ټاکي، له اوسني مهالوېش سره سم د راتلونکي کال تر مې میاشتې ځواکونه ایستل کېږي او په خبره یې د همدې مهالوېش ژمنه شوې او ټول کارونه یې پر اساس پر مخ ځي.

د تېر کال په سېپټېمبر کې ولسمشر ټرمپ له طالب استازو سره په کېمپ ډیویډ کې کتنه وروسته له دې لغوه کړه چې طالبانو په کابل کې د یوې انتحاري حملې مسئولیت په غاړه واخیست او په ترڅ کې یې یو امریکايي پوځي ووژل شو.

د سیاسي چارو نظر خاوند او په بلخ ولایت کې مېشت افغان ژورنالیست ذبیح الله احساس وايي، له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې د بیړې په اړه د امریکايي مشرانو د ضد و نقیض څرګندونو دلیل دا دی چې امریکايي چارواکي غواړي په دې ډول پر افغانانو فشار راوړي چې د سولې خبرې ژر پیل کړي.

ذبیح الله احساس

احساس په عین حال کې وايي: "دا تناقض خو موجود دی؛ له پیله موجود دی له طالبانو سره د امریکا په ګړندۍ توګه نژدې کېدل او هغوی ته یو داسې پاس ورکول چې اوس یې مورال بېرته راټیټول سخته خبره ده، خو ښه خبره دا ده هرڅومره چې په افغانستان کې دننه سیاسي مشارکت رامنځته کېږي، د سیاسي ګټو او سیاسي نظرونو نژدې والی رامنځته کېږي نو همدومره به موږ له دې پروسې ښه نتیجه واخیستلی شو."

په همدې منځ کې ځینې کتونکي اندېښنه لري چې که په افغانستان کې د امریکا او نورو نړیوالو ځواکونو د حضور په لړ کې افغانان یوې موافقې ته ونه رسېدل، ښايي افغانستان د نوي یمې لسیزې په شان په کورونۍ جګړه کې ښکېل شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا پخوانی رييس اکرم خپلواک د بهرنیو پوځیانو تر وتلو مخکې پر بین الافغاني خبرو او جوړجاړي ټینګار کوي.

د ده په باور د ټولو خواوو قوت څرګند دی نو پکار نه ده چې د سولې په خبرو کې د ځان د برلاسه ښودلو لپاره د سیمو د لاندې کولو هڅه وشي بلکې د دې پر ځای لازمه ده چې تشدد کم کړای شي او په خپل منځ کې پر اعتماد رامنځته کولو کار وشي.

اکرم خپلواک

هغه زیاته کړه: "که چیرې خدای مه کړه امریکا د طرفینو ترمنځ له موافقې پرته ووځي او طالب په همدې ډول پاتې شي بیا دلته د سیمې هیوادونه خپلې – خپلې منافع لري خپل د حمایې ګروپونه لري."

د اختر په درو ورځو کې طالبانو اوربند وکړ او د افغانستان حکومت د متقابل اوربند د اعلانولو ترڅنګ وویل چې شاوخوا زر تنه نور طالب بندیان خوشي کوي.

ورپسې طالبانو هم وویل چې د افغانستان د حکومت نور بندیان خوشې کوي.

د ډېرو کتونکو په باور د بندیانو تبادله او اوربند یا د تشدد کمېدا د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد رامنځته کېدا او د سولې خبرو ته لار هواروي.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس، چې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه یې په دوحه کې لاسلیک کړه، ټول امریکايي پوځیان د راتلونکي کال تر مې میاشتې پورې وځي خو امریکايي رسنۍ وايي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر تر هغه څه چټک دی چې په مهالوېش کې یې اټکل شوی دی.

د دې مهالوېش پر اساس، د سږ کال تر جولای پورې باید ۴ زره ۶۰۰ امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي خو دا شمېر ډېر مخکې له افغانستانه وتلی دی.