طالبان: د کابل دشت برچي کې پر روغتون برید دې بې‌پرې وڅېړل شي

د کابل دشت برچي کې سل بستریز ملي روغتون

طالبان وايي، د کابل په برچي سیمه کې په ملي سل بستریز روغتون د برید په اړه دې بې‌پرې څېړنې وشي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته په یو استولي غږیز پیغام کې یو ځل بیا په دغه برید کې د طالبانو لاس لرل رد کړل.

طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي، افغان حکومت بیا طالبان په‌کې ښکېل ګڼلي، خو امریکا دا د داعش ډلې کار بللی دی.

سهیل شاهین دا برید د ځینو مغرضو کړیو کار بللی دی او وايي: "موږ په دې باور یو چې د دغه وحشیانه حملې تر شا د مغرضو کړیو لاس دی، باید بې‌طرفانه څېړنه‌یې وشي ترڅو د دې پېښې تر شا اصلي څېرې معلومې شي."

سهیل شاهین

خو نوموړي دا نه‌دي ویلي چې دا بې‌پرې څېړنې باید د چا له‌خوا وشي.

د کابل په برچې سیمه کې په ملي سل بستریز روغتون د سې شنبې په ورځ وسله‌وال برید وشو چې د دوه نویو زېږېدلي ماشومانو او میندو په ګډون ۲۴ کسان په‌کې ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

تر دغه برید وروسته طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړل.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا په کابل او ولایتونو کې وروستي بریدونه وغندل او افغان ځواکونو ته‌یې امر وکړ چې له دفاعي حالت څخه بېرته تعرضي حالت ته ستانه شي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل ټویټرپاڼه ولیکل چې طالبان د ماشومانو، ښځو او بې‌ګناه خلکو په قتل عام کې ښکېل دي او دوی نه‌شي کولای له دې څخه ځان بې‌خبره وښيي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي هم په خپل ټویټرپاڼه ولیکل چې طالبان په هېواد کې په بېلابېلو پلمو د اکثره بریدونو او تاوتریخوالي تر شا لاس لري.

نوموړي دا هم ویلي چې د کابل او ننګرهار وروستیو بریدونو کې د طالبانو له لاس لرلو څخه انکار افغانانو ته د منلو وړ نه‌دی.

خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد بیا ویلي، د امریکا د وروستیو موندنو له مخې په کابل او ننګرهار کې وروستي بریدونه د داعش وسله‌والې ډلې کار دی.

د تېرې سې شنبې په ورځ په ننګرهار کې هم د جنازې پر مراسمو په برید کې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د دغه حملې مسؤلیت داعش ډلې ومانه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا که هم څه په دې اړه د کومو څېړنو په اړه څه نه‌وايي، خو په ټینګار سره په دا شان بریدونو کې د طالبانو لاس لرل نه‌ردوي.

د دغه وزارت ویانده مروه امنیتي وايي، طالبان به دېر ژر د خپلو اعمالو سزا وویني.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني

دا زیاتوي: "ډېر ژر به ترهګر طالبان چې د دا شان بریدونو لپاره بستر جوړونکي دي د خپلو اعمالو سزا ته ورسوو."

د کابل د برچي په ملي سل بستریز روغتون کې وسله‌وال برید په کور دننه او نړیواله کچه وغندل شو او دا یې یو بشري ضد جنایت یاد کړ.