افغان حکومت یو ځل بیا طالبان په هېواد کې د ورستیو تاوتریخوالو اصلي عاملین وبلل.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دا ډله په هېواد کې په بېلابېلو پلمو د اکثره بریدونو او تاوتریخوالي تر شا لاس لري.
د ملت او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په نزد د سولې پروسې اصلي مانع او د موجوده تاوتریخوالي د تداوم او په هیواد کې د جنګ او ویراني د ادامې عاملین د طالبانو ډله ده. طالبانو په کراتو د اوربند د تامین اود افغانستان دولت سره د سولې خبرو لپاره د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنه رد کړې.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) May 15, 2020
نوموړي ویلي، د کابل او ننګرهار وروستیو بریدونو کې د طالبانو له لاس لرلو څخه انکار افغانانو ته د منلو وړ نه دی.
دومره ژر او په عجله د طالبانو ډلې ته په خونړیو بریدونو کې له لاس لرلو برائت نشي ورکولای. په کابل کې په سل بستریز روغتون برید زیاتو څېړنو ته اړتیا لري او امنیتي بنسټونه ورباندې کار کوي. د افغانستان دولت هیڅ وخت د سولې پروسې څخه شاتګ نه دی کړی،...
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) May 15, 2020
د ولسمشر ویاند داسې مهال دا څرګندونې کوي چې امریکا د اسلامي دولت وسله واله ډله یا داعش په کابل او ننګرهار کې د وروستیو بریدونو مسئوله وبلله.
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبان د ماشومانو، ښځو او بې ګناه خلکو په قتل عام کې ښکېل دي او دوی نشي کولای له دې څخه ځان بې خبره وښيي.
We have the IS chief evil for South Asia Abu Omar & chief evil for Khorasan Aslam Faroqi in our custody. Dots are connected. Neither the Taliban hands nor their stained consciousness can be washed of the blood of women, babies & other innocent in the latest senseless carnage.
— Amrullah Saleh (@AmrullahSaleh2) May 15, 2020
په افغانستان کې د وروستیو بریدونو په اړه د افغان حکومت او امریکا د نظرونو اختلاف!
امریکا د اسلامي دولت وسله واله ډله یا داعش په کابل او ننګرهار کې د وروستیو بریدونو مسئوله بللې او خبرداری یې ورکړی چې افغانان باید د سولې د ماتېدونکي بهیر په ګډوډولو د دې ډلې په دام کې راګیر نه شي.
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه په دې اړه پر ټویټر لیکلي: "د امریکا د ورستیو موندونو له مخې په کابل او ننګرهار کې وروستي بریدونه د داعش وسله والې ډلې کار دی."
د نوموړي په خبره، د دغې ډلې خراسان څانګه هڅه کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د یوې هوکړې مخه ونیسي.
د متحدو ایالتونو حکومت ارزونه کړې چې داعش-خراسان دا اونۍ په افغانستان کې پر یوه زیږنتون او د جنازې پر مراسمو وحشتناکه بریدونه وکړل. داعش پر ولسي خلکو دغه راز شریرو بریدونو ته پرلپسې لیوالتیا ښودلې ده، او افغانانو او نړۍ ته یو ګواښ ده.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) May 15, 2020
ښاغلي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې: "د داعش دام ته د لویدلو او د سولې د ځنډولو یا ورته د خنډونو د جوړولو پر ځای، افغانان باید سره راغونډ شي چې دغه ګواښ ته ماتې ورکړي او د سولې د تاریخي فرصته ګټه واخلي."
د خلیلزاد له ټویټ وروسته د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل ټویټر ولیکل چې د اسلامي دولت ډلې د جنوبي آسیا مشر ابوعمر او د اسلامي دولت خراسان څانګې مشر اسلام فاروقي له افغان حکومت سره بندیان دي.
هغه وویل، طالبان نشي کولای د ماشومانو، ښځو او بې ګناه خلکو په عام وژنې سره د خپلې ښکېلتیا په اړه بې خبري وښيي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره خونړۍ وه.
په کابل کې پر یو ملکي روغتون د وسله والو ډله ییز برید او په ننګرهار کې د جنازې مراسم په نښه کول دوه هغه پېښې وې چې د ښځو او نویو زېږېدلو کوچنیانو په ګډون په کې تر شپیته زیات ملکیان ووژل شول او نږدې سل تنه نور په کې ټپيان شول.
دا دواړه پېښې په ملي او نړیواله کچه وغندل شوې.
وسله والو طالبانو یو ځل بیا په ټینګار سره د یوې تازه اعلامیې په ترڅ کې په دې بريدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
خو دا چې افغان حکومت يې د طالبانو کار بولي او امریکا يې پر داعش وسله والو ور اړوي د افغان حکومت لپاره د طالبانو سره د جګړې او د کرونا ویروس سره د مبارزې ترڅنګ بله ازموینه ده.
د سیاسي چارو پوه محب شریف وايي: "زما بارو داد ده چې له یوې خوا طالبانو سره جګړه، له بلې خوا امریکا سره سیاسي اختلافات او له کرونا سره مبارزه دا درې هغه موارد دي چې حکومت په یوازې ځان څه نشي کولای، پکار خو دا ده چې افغان حکومت هممهاله له دې دریو مواردو سره ځان يو ځای مخ نه کړي، کنه افغانان به د یوې دایمي سولې خاوندان نشي."
په ورته وخت په کابل کې یو شمېر مدني فعالانو په افغانستان کې ورستي بريدونه وغندل او له افغان حکومته یې د ملکي کسانو د خوندیتوب په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
مدني فعال رحمان رحماني وویل: "زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې د ملکي وګړو د خوندېتوب لپاره په یوې منظمې طرحې کار وکړي او د هغې له مخې پرمخ لاړ شي تر څو ټول افغانان یوې تل پاتې سولې ته ورسېږي."
د خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغې دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وروستیو بریدونو وروسته د طالبانو پر ضد د یرغلیزو بریدونو د پیل اعلان وکړ هغه څه چې بیا طالبانو یې پر وړاندې د پوره چمتوالي خبره وکړه.