افغانستان او ایران هریرود سیند کې د افغانانو د ډوبېدو پېښې څېړنې پيل کړې

د دوو هغو افغانانو مړي چې ادعا کېږي د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا په هریرود سیند کې ډوب شوي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان او ایران پلټونکو ډلو د هغه وژل شویو افغانانو د وژنې په اړه څېړنې پیل کړي چې څو ورځې وړاندې د ایران سره په پوله وژل شوي وو.

‎دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي د دواړو هېوادونو ګډ پلاوي د پېښې په ځای کې د شواهدو او اسنادو د موندلو لپاره کار پیل کړی چې جزئیات به‌یې وروسته د دواړو هېوادونو له دولتونو سره شریک او په اساس به‌یې اقدام وشي.

د افغانستان د وسله‌وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ سرمفتش حمید طهماسي چې د ولسمشر غني له‌خوا د دې پېښې د حقیقت موندونکي پلاوي مشر ټاکل شوی وویل چې لومړني مذاکرات پیل شوي تر څو دغه مسئله په ګډه وڅېړي او دوی په لاس کې شته اسناد به ایراني ټیم ته وسپاري.

‎ښاغلي طهماسي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۲۵» ازادي راډیو ته زیاته کړه: "لومړني مذاکرات شوي دي، هیله‌مند یو چې د عدالت د تحقق او د پېښې د څرنګوالي لپاره دواړه لوري په سمه توګه پلټنې وکړو، موږ په کافي اندازه د دغې پېښې په اړه اسناد او شواهد لرو او دا اسناد به هم ایراني پلاوي ته وسپارو."

حمید طهماسي

‎ښاغلی طهماسي وایي، دوی سره شته اسناد او شواهدو ته په کتو له ایران نه‌یې تمه ده چې په دقیق او عادلانه توګه دې ورسره په ګډه دا پېښه وڅېړي.

‎که څه هم ایران له اولې ورځې په دې پېښه کې د خپلو سرحدي ځواکونو لاس لرل رد کړي، خو ویلي یې دي چې د افغانستان په غوښتنه به په څېړنو کې همکاري وکړي.

‎دا په داسې حال کې ده چې د ثور میاشتې په ۱۲مه نېټه د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي پوله، د هرات ولایت ګلران ولسوالۍ په ذوالفقار تنګي سیمه کې هریرود سیند کې د ایراني پوله‌ساتو له لوري لسګونه افغانان ‌‌‌‌‌‌ډوب کړل شول.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان د پلاوي د وروستیو موندنو پر بنسټ د څه د پاسه ۵۰ هغو افغانانو له ډلې چې یران ته تلل ۱۰ مړي پیدا شوي، ۱۵ تنه ژغورل شوي او ۱۷ نور لا هم نادرکه دي.

‎ دې پېښې په هېواد دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راوپارول.

‎له دې سره د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو وویل ایران د دې پېښې له کولو سره ټول نړیوال او بشري اصول او قوانین تر پښو لاندې کړي او اوس افغان حکومت باید خپل لاسته راوړي اسناد او شواهد نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.

لعل ګل لعل

‎ښاغلی لعل وايي: "دوی (ایران) ټول نړیوال قوانین، د کډوالو کنوانسیون، د مزدورانو نړیوال کنوانسیون او بشري اصول تر پښو لاندې کړي، اوس افغان حکومت باید ټول هغه اسناد او شواهد یې چې د پلټنو په لړ کې ترلاسه کړي د عدالت نړیوالې محکمې ته دې وړاندې کړي او ملګرو ملتونو ته دې مراجعه وکړي ځکه دا د ایران له لوري لومړنۍ ناوړه پېښه نه، بلکې تر دې وړاندې یې هم داسې زیاتې نادودې له افغانانو سره کړې دي."

‎ښاغلی لعل وایي، افغان ‌‌‌‌‌‌ډیپلوماتان دې د سیاست او خبرو له لارې دا مسایل له ایران سره حل کړي ترڅو په راتلونکي کې له ورته پېښو مخنیوی وشي.