روسیې د امریکا-طالبانو د وروستي تړون پلي کولو کې مرستې ته چمتووالی اعلان کړ

د هوکړې لاسلیک

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر چمتووالی ښودلی چې له امریکا سره به د فبرورۍ د ۲۹مې تړون د تطبیق په لاره کې د خنډونو په لیرې کولو کې مرسته وکړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان وروستیو حالاتو د دې هېواد د سولې بهیر او بین‌الاافغاني خبرو د پیل په اړه پوښتنې راپورته کړې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي نه‌غواړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون ټکنی شي.

سرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۲۴» د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې دا څرګندونې کړې دي.

ښاغلي لاوروف د دغه سازمان په غونډه کې د وینا پر مهال ویلي چې د یاد تړون په تطبیق کې د ستونزو په اړه دلایل ویني، نو ځکه وایي روسیه چمتو ده د ده په وینا پر خنډونو د غالبېدو په برخه کې همکاري وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په همدې غونډه کې ویلي چې د طالبانو پر وړاندي د تهاجمي بریدونو د پیلېدو په اړه د افغان ولسمشر نوی فرمان به د سولې بهیر له ځنډ سره مخامخ کړي.

افغان حکومت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

نوموړي بین الافغاني خبري اړینې وبللې.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خونړیو بریدونو له ډېروالي وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبه په ماښام افغان ځواکونو ته امر وکړ چې پر طالبانو او ټولو ترهګرو ډلو تهاجمي بریدونه پیل کړي، خو طالبانو په غبرګون کې وویل چې د بریدونو مقابلې ته تیار دي.

د سې شنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې پر یوه روغتون برید وشو ۲۴ تنه چې ښځې او ماشومان په‌کې ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

په همدې ورځ په ننګرهار کې په یوه ځانمرګي برید کې چې د یوه سیمه‌ییز پولیس قوماندان د جنازې پر مهال وشو، تر ۴۰ ډېر کسان ووژل شول او شااوخوا ۹۰ تنه ټپیان شول.

کابل کې په سل بستریز روغتون باندې برید

سره له دې چې طالبانو په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړل، خو ارګ طالبان د دې بریدونو مسؤل وبلل.

د ولسمشر تر فرمان وروسته، د افغانستان دفاع وزارت هم پرون چهارشنبه د تهاجمي بریدونو د چمتووالي اعلان وکړ او ویې‌ویل چې په هېڅ ځای کې به هېڅ ترهګره ډله خوندي پاتې نه‌شي.

دغه اقدام ته په غبرګون کې طالبانو وویل چې تر دې وروسته د جګړو د شدت عواقب به د کابل ادارې پر غاړه وي.

روان وضعیت ته په کتو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو پیل او د سولې بهیر د پرمختګ په اړه پوښتنه راپورته کېږي.

روسي چارواکي هم له دې اندېښنو لیرې نه‌دي پاتې شوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د چهارشنبې په ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې دې موضوع ته په اشارې پر طالبانو د تهاجمي بریدونو د پیل په اړه د افغان ولسمشر امر د سولې بهیر پر وړاندې یو خنډ ګڼلی دی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بیا خبرداری ورکړی چې که چېرې د سولې په چارو کې یوازې د افغانستان پر ګټو حساب وشي او د سیمې هېوادونه په پام کې ونه‌نیول شي، نو د سولې داسې تړون به ناممکن وي.

روسي رسنیو د لاوروف له قوله دا هم لیکلي چې د شانګهای سازمان پر غړو هېوادونو یې غږ کړی چې پر دې وضعیت په لاسبري کېدو کې همکاري وکړي.

نوموړي دغه‌راز ویلي که امریکا هم داسې غواړي، نو باید ګډ کار ته بېرته راوګرځي چې پر مټ‌یې د افغانستان د بحران له هواري سره مرسته وشي.

د ازادي راډیو له پرله‌پسې هڅو سره سره د افغانستان حکومت د دغو څرګندونو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

سیاسي تحلیلګران بیا د روسیې وروستۍ څرګندونې د داعش ډلې د ځپلو په هدف له طالبانو څخه ملاتړ ګڼي.

نظیم سمون افغان سیاسي شنونکی دی.

نوموړي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د روسانو لویه اندېښنه دا ده چې دوی باید په راتلونکي نظام کې خپل تأثیر او نفوذ ولري ځکه دوی فکر کوي چې افغانستان د داعش لپاره یوه پراخېدونکې سیمه ده، نو د دې لپاره باید په راتلونکي جوړښت کې داسې څوک وي چې روسیې ته د داعش د خطر له اړخه تضمین ورکړي. د دې لپاره طالبان یو ښه انتخاب دی. ځکه طالبان له تېرو ۵-۶ کلونو راهیسې له روسانو سره نږدې اړیکې لري او حتی ادعا کېږي چې روسان له دې ډلې سره د داعش پر وړاندې جګړه کې تسلیحاتي او مالي مرستې کوي."

زلمی خلیل‌زاد

ملګرو ملتونو، ناټو، اروپایي ټولنې، د امریکا یو شمېر لو پوړو چارواکو او هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد چې له طالبانو سره‌یې د قطر د سولې خبرو په برخه کې د امریکايي پلاوي مشري کوله، په وار وار په افغانستان کې پر اوربند ټینګار کړی دی، خو طالبانو په ځواب کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ ۲۹مې، تړون پر تطبیق ټینګار کوي او له هغې نېټې څخه‌یې د افغان ځواکونو پر وړاندې بریدونه ورځ تر بلې ډېر کړي دي.

پر امنیي وضعیت سربېره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو تبادله او هم د تېرو ولسمشریزو انتخاباتو پر سر سیاسي اختلافات هغه څه دي چې د افغانستان د سولې بهیر پر وړاندې خنډونه بلل کېږي.