افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۳۳۵ ته ورسېد

آرشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د ۱۶۴ نویو مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړ.

د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ډېری یې په کابل، کندهار او هرات ولایتونو کې دي.

له دې نویو ثبت شویو پېښو سره په ټول افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره ۲۳۳۵ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په کرونا ویروس په اخته کسانو کې ۲۲۸ ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي دي، چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې په اقداماتو بوخت دي.

وحیدالله مایار

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار د جمعې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل: "اوس مهال په داسې پړاو کې یو، چې ویروس په چټکي سره خپرېږي، هیڅوک هم معافیت نه لري، ټول په کرونا ویروس د اخته کېدو له ګواښ سره مخ یو، باید ډېر جدي ووسو او روغتیايي سپارښتنې رعایت کړو."

بل خوا تېره ورځ په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا "نی" اعلان وکړ، چې په کرونا ویروس د اخته کسانو په ډله کې له ۴۰ زیات خبریالان او د رسنیو کارکوونکي شامل دي.

تر دې مهال په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس له ۶۸ تنه مړه شوي، چې په کرونا ویروس د اخته کسانو درې سلنه جوړه وي.

همداشان تر اوسه له دې وژونکې ناروغۍ ۳۱۰ تنه روغ شوي، چې د اخته کسانو ۱۳ سلنه جوړه وي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، که چېرې خلک روغتیايي سپارښتنې عملي نه کړي او په ځانګړې توګه ټولنیزه فاصله رعایت نه کړي، له دې به زیات کسان په کویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شي.

له دې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز خبرداری ورکړی و، که افغانان د قرنطین اوصول مراعت نه کړي، د ټول نفوس ۸۰ سلنه وګړي به په دغه ناروغۍ اخته شي.

د ښاغلي فېروز د وړاندوینې په اساس له دې سره به په ټول افغانستان کې یولک لس زره تنه خپل ژوند له لاسه ورکړي.