د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند په هدف د ملګرو ملتونو هڅې

انټونیو ګوټیریش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وایي، هڅې یې پيل کړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي.

ملګرو ملتونو یوځل بیا په افغانستان کې پر اوربند ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دغه هدف لپاره یې ډېرې هڅې پیل کړي دي.

د دغه سازمان عمومي منشي انټونیو ګوټیریش ویلي، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د ده د اوربند غوښتنه په ټوله نړۍ کې شپاړسو وسله والو ډلو منلې او جګړه یې بس کړې ده.

نوموړي ویلي، د دوی له هڅو سره-سره په لیبیا کې جګړه توده شوې او د راپورونو په اساس په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې هم د طالبانو او حکومتي ځواکونو جګړه زیاته شوې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې وه خو طالبانو وویل چې دا غوښتنه د اوس لپاره معقوله نه ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې لاسلیک د جګړې د پای ته رسیدو لپاره د دوی اراده ښيي، خو ده ویلي، افغان حکومت د موافقې د عملي کېدو په وړاندې خنډونه جوړ کړي، د سولې خبرو ته یې جامع پلاوی نه دی ګمارلی او خپل منځي نانندرۍ یې نه دي هوارې کړي.

ده ویلي، که له هوکړې سره سم د دواړو خواوو شپږ زره زندانیان ازاد شوي وای، اوس به بین الافغاني خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی و.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، امریکا او ناټو هم د دغې هوکړې په عملي کېدو کې رول نه دی لوبولی او په داسې شرایطو کې د دوی په ټکو له طالبانو د اوربند غوښتنه ( غیرمنطقي او فرصت طلبي) ده.

خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش پرون یوې خبري غونډې ته وویل، کله چې ده د مارچ په ۲۳مه په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه وکړه، ۱۱۴ حکومتونو، بېلابېلو سیمه ییزو سازمانونو، مذهبي مشرانو او څه باندې دوه سوه مدني بنسټونو یې ملاتړ وکړ.

شپاړس مخالفې وسله والې ډلې چې دې غوښتنې ته یې مثبت ځواب ورکړی هغه په یمن، میانمار، اوکراین، فلیپین، کولمبیا، انګولا، لیبیا، سینګال، سوډان، سوریه، اندونیزیا او نګورنو قره باغ کې جنګیدونکې ډلې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي، د دغه سازمان ځانګړي استازي او پلاوي هڅه کوي چې د جګړې د مخالفو ډلو له خوا شوي اقدمات په یوه موثر اوربند بدل کړي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اوربند د ملاتړ په اړه د یوه پریکړه لیک طرحه هم تر بحث لاندې ده، که دا تائید شي، د کرونا په اړه به د ملګرو ملتونو لومړنی پریکړه لیک وي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه سازمان دوه هېوادونه امریکا او چین چې د پریکړه لیک د ویټو یا رد حق لري، د کرونا ویروس په وړاندې مبارزه کې د روغتیا نړیوال سازمان پر رول د نظر اختلاف لري.

چین وایي، د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس په وړاندې مبارزه کې ښه رول لوبولی، خو امریکا بیا برعکس نظر لري او تېره میاشت یې پر دغه سازمان خپلې مرستې بندې کړې.