'د افغانستان د سولې بهیر په کوما حالت کې دی'

قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا او طالبانو له موافقې چې په دوحه کې یې لاسلیک کړې وه، دوه میاشتې تېرې شوې.

په امریکا کې د بهرنیو تحولاتو په نوم د انسټټیوت څېړونکې، اشلي جکسن ویلي چې د افغانستان د سولې بهیر په کوما حالت کې دی، خو لا نه‌دی مړ شوی.

اشلي جکسن ویلي چې دا اټکل اوس نه‌شي وهلئ چې د سولې د پروسې ساه به څه وخت ووځي.

د فرانس پرس خبري اژانس په افغانستان کې د یوه چارواکي په حواله چې د موضوع د حساسیت له کبله‌یې د خپل نوم د پټ پاتې کېدو په شرط خبرې کړي، ویلي چې د فبرورۍ له ۲۹مې راهیسې چې په دوحه کې د سولې موافقه لاسلیک شوې، وسله‌والو طالبانو په اوسط ډول هره ورځ ۵۵ حملې کړې دي.

د هوکړې لاسلیک

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند څو ورځې مخکې په کابل کې خبریالانو ته ورته معلومات ورکړل او ویې‌ویل چې په دې حملو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوی او زخمیان شوي دي.

خو په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دې خبرو په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل چې حکومت تبلیغات کوي او دا ثبوت‌یې نه‌دی وړاندې کړی چې حملې دقیقاً چېرته شوې دي.

ناټو: طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي لامل دي

ټرمپ او د قطر امیر: طالبان دې افغانستان کې تاوتريخوالی کم کړي

د څارونکو په باور، وسله‌والو طالبانو له امریکا سره د موافقې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د ناټو او امریکا پر ځواکونو حملې بندې کړې دي.

خو د افغانستان د حکومت له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره جګړه روانه ده. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته پر وټس‌اپ په یوه وروستي پیغام کې وویل چې حکومت د سولې هڅو ته خنډ پېښ کړی، د دوی د بندیانو په خوشې کولو کې یې ځنډ کړی، له کبله‌یې پرېکړه کړې چې وسله‌وال به‌یې جګړه جاري وساتي.

سهیل شاهین

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په بمبارونو او توپچي حملو کې له وسله‌والو طالبانو زیات کوچنیان او ملکي خلک وژل شوي دي.

د فرانس پرس په وینا، په دوحه کې موافقه، پرته له دې چې طالبان اوربند ومني لاسلیک شوه او وعده په‌کې شوې چې بهرني ځواکونه به له افغانستانه وځي.

په کابل کې د امنیتي او ستراتېژیکو چارو څېړونکي، نیشانک موتواني باور څرګند کړی چې په دوحه کې لاسلیک شوې موافقې وسله‌والو طالبانو ته مشروعیت ورکړی او هغوي یې تحسین کړي دي. له دې کبله، هغوی فکر کوي چې جګړه‌یې ګټلې ده او د جګړې د پای ته رسولو چندان انګېزه نه‌لري.

موتواني فرانس پرس ته ویلي چې وسله‌وال طالبان په اساس کې باور لري چې په جګړه کې بری د هغوی دی.