روبوټونو د خلکو او کرونا ویروس ترمنځ واټن جوړ کړی

ارشیف، د توکو لېږدوونکی روبوټ

په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف خلکو ته ویل شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

په داسې حال کې چې د خلکو ترمنځ تماس روغتیا ته خطر ګڼل کېږي، روباټونه تر بل هر وخت ګټور ثابت شوي او د خلکو پام‌يې ځان ته اړولی.

له سودا پېرلو د روغتیايي کارکوونکو تر خوندي ساتلو پورې، د کرونا ویروس ښايي روباټونو ته د ځلېدو یو فرصت وي.

په واشنګټن ډي سي کې خلکو ته د کور سودا رسولو لپاره روباټونه کارېږي. هر روباټ کولای شي تر ۹ کیلو ګرامه سودا تر پنځو کیلومتره واټنه ورسوي.

ارشیف، د توکو لېږدوونکی روبوټ

د ځايي اوسېدونکو په وینا د روباټ له لارې سودا ترلاسه کول د خلکو ترمنځ د واټن ساتلو په برخه کې ډېره مرسته کړې ده.

په امریکا کې اوس‌مهال ګڼ شرکتونه لکه امازون او کیوي باټ د روباټ له لارې د خلکو کورو ته توکي لېږي.

خو د روباټ پلورونکي وايي، دوی تل د روباټونو د تقاضا په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي او په نتیجه کې يې د روباټ یو شمېر شرکتونه تړل شوي.

روباټونه د یوه ځای لکه روغتونونو، دفترونو یا هم ګودامونو، په ضد عفوني کولو کې هم کارېږي. تر دې مخکې چې خلک هغه ځای ته ورشي، روباټونه‌یې پاکوي چې خوندي شي.

روبوټ

د بلجیم په روغتونونو کې روباټونه پاک‌کاري کوي او د هانګ کانګ د رېل تم‌ځایونه ضد عفوني کوي. په هندوستان او تایلند کې روغتونو ته خوراکي توکي او درمل رسوي چې روغتیايي کارکوونکي وکړای شي واټن مراعت کړي.

ښايي دا ځایونه د روباټو لپاره تر ټولو غوره وي چې په داسې حال کې خلکو ته خدمات رسوي چې خلک له یو بل سره له تماسه بېره لري او د کرونا یروس د خپرېدو مخه نیول غواړي.