د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

د نړۍ هوايي شرکتونه د کرونا ویروس له امله ۳۱۴ میلیارده ډالره زیان ګالي


د کرونا ویروس له امله لغوه شوي نړیوال پروازونه
د کرونا ویروس له امله لغوه شوي نړیوال پروازونه

په نړۍ کې د کرونا ویروس (کووېډ-۱۹) د خپرېدو له کبله هوايي شرکتونو هم سخت مالي زیانونه ګاللي دي.

مخکېنيو ارزونو ته په پام سره دا مالي زیانونه به لا پسې پراخ شي.

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله ښايي روان میلادي کال د نړۍ هوايي شرکتونه شااوخوا ۳۱۴ میلیارد ډالره زیان وګالي.

د هوايي ټرانسپورت نړیوال انجمن یا (IATA) وايي دوی تېره میاشت اټکل کړی و چې هوايي شرکتونو ته به تر دې اندازې لږ مالي زیانونه ورسېږي.

دغه انجمن په مارچ میاشت کې اټکل کړی و چې په ۲۰۲۰م کال کې به هوايي شرکتونه د کرونا ویروس له کبله ۱۱۳ میلیارده ډالره زیان وګوري، خو اوس د زیان دغه اندازه ۳۱۴ میلیارد ډالره اټکل شوی دی.

الکساندر دي ژونیاک
الکساندر دي ژونیاک

د دې انجمن عمومي مشر الکساندر دي ژونیاک له روېټرز اژانس سره د سکایپ له لارې په مرکه کې وویل: "تر ټولو مخکې یو دلیل دا دی چې په ګڼو هېوادونو کې حکومتونو کوربند، پر سفرونو بندیز او محدودیتونه تمدید کړل چې په ۲۰۲۰م کال کې له دې درکه د ژور اقتصادي رکود اټکل کوو."

په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله نړيوالې الوتنې شااوخوا ۹۵ فیصده بندې شوې دي.

په ګڼو هېوادونو کې پر نړیوالو سفرونو، په هېوادونو کې دننه د خلکو پر ګرځېدو راګرځېدو او په عامه د دوی پر راټولېدو بندیز او محدودیتونه لګول شوي دي.

د هوايي ټرانسپورت نړیوال انجمن عمومي مشر وايي د نړۍ په سطحه د هوايي شرکتونو د اړوندو ۲۵ میلیونه کسانو دندې په خطر کې دي.

ارشیف، د روسیې په یوه هوايي ډګر کې تم شوي مسافر
ارشیف، د روسیې په یوه هوايي ډګر کې تم شوي مسافر

د الکساندر دي ژونیاک په خبره که څه هم ځینو حکومتونو د بندیزونو او محدودیتونو د کمولو اقدامات پیل کړي، خو د ده په وینا چې وضعیت لاهم کړکېچن دی.

د هوايي ټرانسپورټ نړیوال انجمن عمومي مشر ښاغلي ژونیاک وویل: "موږ د بقا لپاره مبارزه کوو. واقعاً د پیسو له کموالي سره مخامخېدونکي یو او د بقا لپاره دغو پیسو ته سخته اړتیا لرو، څو راغلې خلا ډکه کړو. دا درې څلور میاشتنۍ ناوړه موده چې په مخکې مو ده له عوایدو به تشه وي او موږ ته به لا هم په مالي لحاظ سخته تمامه شي."

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر دوو میلیونو او په دې ویروس د مړو کسانو شمېر تر یو لک او ۲۷ زرو اوښتی دی.

د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو لپاره کېندل شوي ډله‌ییز قبرونه
د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو لپاره کېندل شوي ډله‌ییز قبرونه

د نړۍ ځیني هېوادونه اوس هڅه کوي چې د دغه ویروس له کبله د پېښ شوي مالي زیان د جبران لپاره لګول شوي محدودیتونه ورو ورو راکم کړي.

XS
SM
MD
LG