پاکستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۱۰۰ ته ورسېد

پاکستان کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د دوا پاشلو لړۍ

په پاکستان کې روغتیايي چارواکي وايي، په دې هېواد کې کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۰ ته پورته شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې کرونا ویروس په چټکۍ خپرېږي او د دې هېواد د مرکزي حکومت د ارقامو له مخې، تر دې دمه په پاکستان کې پر دې وېروس لږ تر لږه ۵۸۲۹ کسان اخته شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

پاکستاني رسنیو د سې شنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۱۴» ناوخته د دې هېواد د روغتیايي چارواکو په حواله ویلي چې په پاکستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۰ ته پورته شوی دی.

د راپورونو له مخې، کرونا ویروس تر دې دمه په خېبر پښتونخوا او سند ایالتونو کې ۳۵-۳۵، پنجاب کې ۲۴ او بلوچستان کې ۲ کسان مړه کړي دي.

په دې اړه نور: په خېبر پښتونخوا کې کرونا ویروس افغان کډوال هم مړه کړي

له بلې خوا بیا تر دې دمه په سند کې د کرونا ویروس ۱۵۱۸، خېبر پښتونخوا کې ۸۰۰، بلوچستان کې ۲۴۸ ، اسلام‌اباد کې ۱۳۱ او په پنجاب کې تر ټولو زیاتې ۲۸۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

پر دې سربېره په پاکستان کې تر دې دمه ۱۳۷۸ کسان چې په کرونا ویروس اخته ول، دغه ویروس ته ماتې ورکړې او رغېدلي دي.

د پاکستان مرکزي حکومت په دې هېواد کې د کرونا ویروس د چټکۍ خپرېدنې لړۍ د مخنیوي لپاره د لاک ډاون یا د ښارونو د قرنطینولو موده د دوو نورو اوونیو لپاره وغځوله.

د پاکستان مرکزي حکومت دا پرېکړه د سې شنبې په ورځ په مرکز اسلام‌اباد کې د صدراعظم عمران خان په مشرۍ د کابینې په هغه غونډه کې کړې چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د رامنځټه شوي وضعیت د ارزولو لپاره رابللې وه.

د پاکستان صدراعظم عمران خان

صدراعظم عمران خان د کابینې تر غونډې وروسته په یوه وېډیويي پیغام کې وویل چې دا ګام‌یې په پاکستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پورته کړی او له خلکو یې وغوښتل چې په کور پاتې شي او د ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې له حکومت سره مرسته وکړي.

د پاکستان حکومت تر دې مخکې د اپرېل په لومړۍ نېټه په دې هېواد کې جزوي قرنطین اعلان کړی و چې له مخې یې د تعلیمي ادارو په ګډون بازارونه، ودونو تالارونه او مارکېټونه بند شول.