'کرونا ویروس به افغانستان کې د بې وزلۍ کچه له ۶۲ تر ۷۰ سلنې زیاته کړي'

اقتصاد وزارت د اټکل له مخې په هېواد کې به په بې ساري ‌‌‌‌‌‌ډول بۍ وزلي او وزګارتیا زیاته شي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت وایي کرونا ویروس به په دغه هېواد کې د بې وزلۍ کچه د دریو میاشتو په لړ کې له ۶۲ نه تر ۷۰ سلنې لوړه کړي.

نړیوال بانک تازه د نړۍ د هېوادونو پر اقتصاد د کرونا ویروس د منفي اغېز له امله د رامنځته شویو پایلو پر بنسټ اټکل کړی چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې به د افغانستان اقتصاد له ۳.۸ تر ۵.۹ اقتصادي رکود ولري.

‎په افغانستان کې د کرونا ویروس لا خپرېدل او په دغه هېواد کې د راتلونکو اقتصادي ننګونو وېره زیاته کړې ده.

‎د افغانستان د اقتصاد وزارت خبرداری ورکوي چې کرونا ویروس به د دغه هېواد پر اقتصاد په پراخه توګه منفي اغېز ولري.

‎د دغه وزارت د اټکل له مخې په هېواد کې به په بې ساري ‌‌‌‌‌‌ډول بۍ وزلي او وزګارتیا زیاته شي.

‎د اقتصاد وزارت ویاند یونس سالک د دوشنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل که دغه وضعیت درې میاشتې دوام ومومي، بې وزلې کورنۍ او په ټوله کې د هېواد اقتصاد به ستونزمن راتلونکی ولري.

‎د دغه وزارت د اټکل له مخې په هېواد کې به په بې ساري ‌‌‌‌‌‌ډول بۍ وزلي او وزګارتیا زیاته شي.

هغه زیاته کړه: "په هغه صورت کې چې کرونا ویروس دوام ومومي، د هېواد اقتصادي پراختیا به ۴.۲ سلنه راکمه شي، بې وزلي به په لومړي پړاو کې ۶۲ سلنه او په دویم پړاو کې ۷۰ سلنه زیاته شي، همدارنګه بې کاري به هم ۴۰ سلنه لوړه شي."

‎نوموړي وویل چې د هېواد ملي عواید به هم لس سلنه راکم شي.

‎ښاغلی سالک وایي چې دا مهال د خصوصي سکټور فعالیتونه چې د هېواد د اقتصاد مهمه برخه جوړوي بند شوي چې له دې سره زرګونه مزدورکاران یې بې کاره کړي دي.

‎دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال بانک په یو تازه راپور کې د هېوادونو پر اقتصاد د کرونا ویروس د منفي اغېز په اړه راغلي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې به د منځنۍ اسیا هېوادونه له اقتصادي اړخه د تېرو ۴۰ کلونو په پرتله تر ټولو بد وضعیت ولري.

‎راپور کې زیاته شوې چې افغانستان به په دغه کال کې له ۳.۸ نه تر ۵.۹ سلنه اقتصادي رکود سره مخ شي.

‎د دغه راپور پر بنسټ، دا مهال ۱۴.۳سلنه افغانان د قرنطین د مقرراتو د وضع کېدو او خوراکي توکو ته د نه لاسرسي له امله له ستونزو سره مخ دي.

‎خو افغان حکومت وایي، په پام کې لري چې له دې امله له زیانمنو کورنیو سره مرستې وکړي، په هېواد دننه بازارونو کې د کورنیو د اړتیا وړ توکو قیمتونه کنټرول او له اقتصادي فشارونه سره سره د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي او مبارزې لپاره بودجه ځانګړې کړي.

‎افغان حکومت په همدې هدف شپږ میلیارده او شپږ سوه زره افغانۍ ځانګړې کړي او تر څنګ یې اروپایي ټولنې ۱۱۷ مبلیونه یورو، نړیوال بانک ۱۰۰ اعشاریه ۴ او د امریکا متحده ایالتونو ۱۵ مبلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالره له افغان حکومت سره مرسته کړې ده.

‎‎خو اقتصادي کارپوه سیف الدین سیحون بیا وایي چې دا اقدامات د بې وزلۍ او لوږې د کنټرول لپاره په اوسنیو شرایطو کې بسنه نه کوي.

اقتصادي کارپوه سیف الدین سیحون

سیحون وویل: "دولت په یوازې توګه د دغو اړتیاوو د پوره کېدو توان نه لري، بلکې باید یوه ټولنیزه اجماع رامنځته شي تر څو شتمن خلک او هغه بنسټونه چې غواړي په داوطلبانه ‌‌‌‌‌‌ډول مرستې وکړي خپلې شتمنۍ او امکانات د زیانمنو په واک کې ورکړي."

‎افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وایي چې کرونا ویروس په سوداګرۍ او د پانګونې پر پروسې هم منفي اغېز کړی او دا مهال د روغتیایي او خوراکي توکو د خرڅلاو پرته په ‌‌‌‌‌‌ډېریو برخو کې سوداګري په ټپه ولاړه ده.