' په ځیرکو ټېلېفونونو د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي هڅې'

ارشیف

د ټکنالوژۍ لویو شرکتونو اپل او ګوګل اعلان وکړ، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به په بېساري ډول د ځیرکو ټېلېفونونو له ټکنالوژۍ کار واخلي.

اپل او ګوګل کمپنیو د جمعې په ورځ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او په دې ویروس د اخته کسانو د معلومولو لپاره د ټکنالوژۍ په ډګر کې د دې تازه پلان خبر ورکړ.

دغه شرکتونه به په ګډه د ایفون او انډرایډ ټېلېفونونو په چلیز یا اوپرېټنګ سیسټم کې د تماس د تعقیب یا کانټکټ ټرېسنګ پرمختللو اپلکېشنونو جوړولو ته زمینه برابروي.

دغه اپلکېشنونه به په موبایل ټېلېفونونو کې تر انسټالېدو وروسته د بلوتوت ټکنالوژۍ له زګنالونو په استفاده کار کوي.

ویل شوي دغه اپلکېشنونه به د خلکو د GPS او شخصي معلومات نه ذخیره کوي.

اپلکېشن به د نورو ټېلېفونونو لرونکي څاري او دا به معلوموي چې په کرونا ویروس له کوم اخته کس سره خو به په فزیکي تماس کې نه و؟

که تاسې په خپل ټېلېفون کې دا اپلکېشن ولرئ او له چا سره په فزیکي لحاظ تماس ولرئ، اپ دا درته وايي چې ایا دا مقابل شخص کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ لري او که نه؟

که د یو چا د کرونا وایروس یا کوویډـ۱۹ ټیسټ مثبت و، د هغه شخص په شا و خوا کې نورو مېشتو کسانو ته په دې اړه د دغه اپلکېشن له لارې د خبرداري پیغام ورځي.

د دې کار یو هدف له حکومتونو سره مرسته ده، په اسانۍ هغه کسان تعقیب کړي، چې په کرونا ویروس له کوم اخته کس سره په تماس کې پاتې شوي دي.

چارواکي به کولای شي په اسانۍ په یوه سیمه کې په کرونا وایروس د خلکو د اخته کېدو تازه پېښې تثبیت کړي.

له دې سره به دې ته زمینه برابره شي، چې په بېلابېلو هېوادونو کې لګول شوی قرنطین ژر ختم شي.

دا نوې ټکنالوژي به له هغو کسانو سره چې په کرونا ویروس له کوم اخته کس سره په تماس کې و، مرسته وکړي چې په کوویډـ۱۹ ناروغۍ تر اخته کېدو مخکې د احتیاط لپاره ځان قرنطین کړي.

د سینګاپور او چین په ګډون د نړۍ په ځینو هېوادونو کې دېته ورته اپلکېشنونه له مخکې ازمویل شوي دي.

په اروپا کې چک جمهوریت هم ویلي چې روانه میاشت به دې ته ورته اپلکېشن خپور کړي.

بریتانیا، جرمني او ایټالیا هم په خپلو هېوادونو کې د خلکو د تعقیب لپاره خپل اپلکېشنونه جوړوي.