د بخښنې نړیوال سازمان وایي په ایران کې د کرونا ویروس د وېرې له کبله د رامنځته شوي تاوتریخوالي په ترڅ کې تر ۳۰ ډېر زندانیان د دې هېواد د امنیتي ځواکونو لهخوا وژل شوي دي.
وروسته له هغه چې زرګونه بندیانو د ایران په لږ تر لږه اتو زندانونو کې د کرونا ویروس د خورېدو د احتمال په اړه په اعتراضونو او بلوا لاس پورې کړ، د زندان د افسرانو او امنیتي خواکونو له خونړي ځواب سره مخامخ شول.
دا خبره د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې پنجشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۰۹» کړې ده.
د دغې ډلې په یوې اعلامیه کې د بندیانو د خپلوانو په ګډون د بېلابېلو معتبرو سرچینو په حواله راغلي، امنیتي ځواکونو له وسلو او اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی چې په نتیجه کې یې شاوخوا ۳۵ تنه بندیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
We have learned that around 36 prisoners in #Iran are feared to have been killed by security forces after use of lethal force to control protests over #COVID19 safety fears. It is abhorrent that Iran%27s authorities have again resorted to killing people to silence their concerns.
— Amnesty International (@amnesty) April 9, 2020
اعلامیه زیاتوي لږ تر لږه په یوه زندان کې هغه کسان چې په اعتراضونو کې یې ګډون کړی وو، د امنیتي ځواکونو لهخوا وهل ټکول شوي چې احتمالاً د هغوی د مرګ سبب شوي دي.
د منځني خیتځ او شمالي افریقا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان د سیمهییز مشر مرستیالې دیانا التهاوي «Diana Eltahawy» ویلي، دا ناهیلې کوونکې ده چې ایراني چارواکي د دې پر ځای چې د کرونا ویروس څخه د ژغورلو په برخه کې د بندیانو مشروع غوښتنو ته ځواب ووایي، هغوی وژني څو اندېښنې یې چوپ شي.
التهاوي وویل امنیتي ځواکونو ته باید سمدستي سبارښتنه وشي چې د وژونکې غیر قانوني اقدام څخه لاس واخلي او هغو زندانیانو ته چې د خپل روغتیایي حق غوښتونکي دي، مجازات ودروي.
نوموړې دغهراز په یادو زندانونو کې د ځورونو او وژنو په اړه د خپلواکو پلټنو غوښتنه وکړه.
په ایران کې چې د کرونا ویروس سخت ځپلی دی، تر اوسه ۱۰۰ زره بندیان په موقتي ډول خوشې شوي دي.
د دې هیواد د روغتیا چارواکو د اپرېل پر نهمه وویل تر اوسه په دې هېواد کې د ۶۶۲۰۰ کسانو د کرونا ویروس نتیجې مثبتې دي او شااوخوا ۴۱۱۰ کسان ترې مړه شوي دي.
پر ایراني چارواکو انتقاد دی چې په لومړي سر کې یې د دې ویروس په مخنیوي کې په ځنډ اقدام کړی دی او متخصصین د چارواکو لهخوا په ورکړل شویو ارقامو هم شک ښیي.
د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهیي د اپرېل پر نهمه وړاندیز وکړ چې د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره دې خلک د روژې میاشتې په راتګ سره په مذهبي مراسمو کې له راټولېدو ډډه وکړي.
خامنهیي په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل چې خلک دې د روژې عبادات په خپلو کورونو کې وکړي.
د روژې میاشت د اپرېل په وروستۍ اوونۍ کې پیلېږي.