ډجیټل ژورنال: ۱۰۰ تنه طالب بندیان د ۲۰ دولتي پوځیانو په بدل کې تبادله کېږي

ځینې نړیوالې ورځپاڼې

  • ډجیټل ژورنال

کاناډایۍ انلاین خپرونې ډجیټل ژورنال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې پر موضوع لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي، څو اوونۍ پر دې اختلاف و، چې افغان حکومت به له طالبانو سره بندیان څنګه تبادله کوي، خو اوس راپورونه وايي ۱۰۰ تنه طالب بندیان به د ۲۰ دولتي پوځیانو په بدل کې تبادله کېږي.

د ډجیټل ژورنال په لیکنه، طالبانو د بندیانو پر تبادله د خبرو لپاره تېره چهارشنبه کابل ته خپل مرکچیان ولېږل او د خپرونې په باور داسې ښکاري چې دغو بحثونو نتیجه ورکړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې د دوی یوه تخنیکي ډله کابل ته یوازې د دې لپاره تللې، چې د بندیانو تبادلې ته اسانتیا برابره کړي، نه پر نورو موضوعاتو د مذاکرو لپاره.

د ډجیټل ژورنال په لیکنه کې راغلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې له مخې به ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کېږي او طالبان به هم په بدل کې ۱۰۰۰ تنه دولت پلوه اسیران خوشې کوي.

د طالبانو تخنیکي ډله به دا یقیني کوي چې خوشې کېدونکي طالب بندیان د دوی په فهرست کې شامل دي که څنګه.

د خپرونې په حواله، په پام کې وه د طالبانو ۱۰۰ تنه بندیان د پنج شنبې په ورځ د ۲۰ افغان پوځیانو د ازادۍ په بدل کې خوشې شي.

  • ایشن لایت

بلخوا ایشن لایت ورځپاڼې پر همدې موضوع په یوه مقاله کې ویلي، چې د بندیانو تبادله د درېیم وار لپاره ځنډول شوې ده.

د لیکنې په دوام راغلي، کابل ته د طالبانو د هیت تر رسېدو وروسته، تېره پنج شنبه هم پر دې موضوع مذاکرې د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره روانې وې، خو د خپرونې په باور د دغو بحثونو د پام وړ نتیجې راپور نه دی ورکړل شوی.

  • انټرسپټ

انټرسپټ خپرونې د افغانستان په اړه په یوه لیکنه کې د کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ له کبله ولاړو شویو چلنجونو ته کتنه کړې ده.

د دې مفصلې لیکنې په یوه برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان د یوه چارواکي په حواله راغلي، چې افغانستان د کرونا وایروس په وړاندې د مبارزې لپاره پراخې مالي مرستې ته اړ دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په وروستیو کې ویلي چې د افغانستان د روغتیا وزارت د پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره څه باندې ۱۰۰ ملیونه ډالره مرسته کوي.

د انټرسپټ خپرونې په لیکنه کې د ځینو کارپوهانو په قول ویل شوي، چې یوازې پیسې کافي نه دي، بلکې انساني ځواک او طبي تجهیزاتو ته هم اړتیا لیدل کېږي.

د کابل په ګډون د افغانستان ځینې سیمې دا مهال په قرنطین کې دي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون اوښتی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په کرونا ویروس د اخته کېدو عمده نښې سخته تبه، وچ ټوخی، ستړیا او د عضلاتو سستوالی دی.

له دې ویروس څخه د بچ کېدو لپاره خلکو ته سپارښتنه شوې، چې لاسونه په وار- وار په صابون پریمینځي، د میکروب ضد په مایعاتو یې ولړي، نورو ته دې لاس نه ورکوي، روغبړ دې نه کوي او تر ممکنه حده دې د خلکو له ګڼه ګوڼې ځان لیرې وساتي.