د افغانستان د سولې او شخړو انسټېټوټ: د طالبانو مرکچي پلاوی قومي دی

قطر کې د طالبانو د سیاسي ډلې ځینې غړي

په داسې حال کې طالبان د سولې د خبرو لپاره د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي ټولشموله نه بولي یو شمېر کارپوهان وايي چې د طالبانو مذاکراتي پلاوي هم ټولشموله نه دی.

یو شمېر افغان کارپوهان وايي که څه هم د بین الافغاني خبرو لپاره د حکومت په اعلان شوي پلاوي انتقادونه موجود دي خو وايي چې د دې پلاوي قومي جوړښت، او په کې د ځوانانو او مېرمنو ونډې ته په کتو ویلای شي چې دا یو جامع پلاوی دی.

د افغانستان د سولې او شخړو انستیتوت مرستیال حکمت الله اعظمي په دې باور دی چې د طالبانو په مذاکراتي پلاوي کې تر ډېره دیني او روحاني مشران موجود دي چې د ځوانانو او د بېلابېلو فکرونو درلودونکو کسانو استازولي نه شي کولای.

دی وايي، که څه هم د طالبانو په مذاکراتي پلاوي کې د مېرمنو د موجودیت هیله نه لري خو نوموړی وايي چې ښه وه چې د دغه ډلې په پلاوي کې ځوانان موجود وای.

ښاغلی اعظمي انتقاد کوي چې د دغه ډلې په پلاوي کې تر ډېره د یو ځانګړي قوم استازي موجود دي.

د افغانستان د سولې او شخړو انستیتوت مرستیال حکمت الله اعظمي

هغه زیاتوي: " که تاسې وګورئ د طالبانو په پلاوي کې زیات يې پښتانه دي، په پلاوي کې د نورو قومونو استازي ‌ډېر محدود دي، شاید شمېر يې له دوه درې نفرو ډېر نه وي، اصلاً د طالبانو ټیم په دې برخه کې تر ډېره له نیوکې سره مخ دی، او بله دا چې میرمنې په کې نشته که څه هم د مېرمنو د موجودیت په برخه کې ترې تمه نه شي کېدای، دغه شان د ځوانانو نه موجودیت بله مسئله ده یانې زیات شمېر يې عمر تېري کسان دي."

د ده په خبره دغه شان د طالبانو په سیاسي استازو کې د مدني ټولنو غړي هم نه لیدل کېږي.

د طالبانو د رژیم پر مهال د دغه ډلې د مشر ملا محمد عمر مرستیال ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د حکومت پر مهال د لوګر والي مولوي ضیا الرحمن، د طالبانو د حکومت د پوهنې وزیر مولوي عبدالسلام حنفي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سترې محکمې ريیس شهاب الدین دلاور، د هغه مهال د کرنې او مالدارۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور، د ملا محمد عمر ورور عبدالمنان عمري، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر امیر خان متقي، د دغه ډلې لوی درستیز ملا محمد فاضل مظلوم، د طالبانو د رژیم پر مهال د کورنیو چارو وزیر ملا خیر الله خیرخوا، مولوي مطیع الله، دغه شان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د شمال تنظیمه رییس ملا نور الله نوري، مولوي محمد نبي عمري، د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال ملا عبدالحق او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني هغه کسان وو چې له دې وړاندې د امریکا سره د مذاکراتو لپاره ټاکل شوی وو.

که څه هم طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تر دې دمه پلاوی نه دی اعلان کړی خو د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې په پخواني پلاوي کې شاید ډېر کم بدلون راشي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې د بین الافغاني خبرو لپاره د افغان حکومت نوملړ ځکه ټولشموله نه دی چې سیاسي اړخونه يې نه مني.

خو د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع رییس عزیز رفیعي وايي چې د طالبانو پلاوی حتا د دغه ډلې نظامي برخې ته د منلو وړ نه دی.

هغه زیاتوي: "زه حتا باور لرم چې د طالبانو پلاوی د دې ډلې په کړیو کې د منلو وړ نه دی، که د طالبانو دغه پلاوی د دې ډلې وسله والو ته په ګوتو ورشي نو شاید مجازات يې کړي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم په یو قوم پورې د طالب پلاوي تړل ردوي خو وايي چې دغه پلاوی د هغه کسانو استازولي کوي چې په تېرو درې لسیزو کې وسله واله مبارزه کړې ده.

دی وايي چې د طالبانو په سیاسي او نظامي برخه کې د مذاکراتي پلاوي په اړه هېڅ ډول اختلاف نشته.

خو افغان حکومت په مذاکراتي پلاوي د طالبانو وروستۍ نیوکه د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره پلمه بولي.

د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر د یکشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې که خبره د پلمو وي نو د طالبانو په مرکچي پلاوي هم خبرې کېدای شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر

عمر زیاتوي: "که چېرې د پلمو جوړولو خبره وي، نو بیا به موږ هم د طالبانو په پلاوي ډېر ملاحظات ولرو، چې د دوي د پلاوي ترکیب به څنګه وي، ایا د دوی په پلاوي کې به مېرمنې شته کنه نشته، ایا د دوی په پلاوي کې د بېلابېلو فکرونو خاوندان شته کنه؟ ایا د دوی پلاوی د افغانستان د کومې جغرافیې او کوم فکر استازیتوب کوي؟ خو موږ په دې کې هېڅ خبره نه لرو بلکې زموږ خبره داده چې باید دوي ژر یو با صلاحیته پلاوي وټاکي تر څو بین الافغاني خبرې پیل شي."

ښاغلي عمر وویل چې اعلان شوی پلاوی چې مشري يې د ملي امنیت مخکینی رییس معصوم ستانکزی کوي حکومتی نه دی او د ټولو اړخونو سره په مشوره ټاکل شوی دی.

بل خوا بیا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چاروزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او په کابل کې د امریکا سفارت د افغان حکومت له خوا د مرکچي پلاوي له اعلان هرکلی کړی او دا يې ټول شموله یې ګڼلی دی.

افغان حکومت له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو اترو لپاره تېره اونۍ یویشت کسیز مرکچي پلاوی اعلان کړی دی.