د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یو ځل بیا د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله څخه غوښتې چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، د امریکا بهرنیو چارو وزیر د پیغام په غبرګون کې وایي محمد اشرف غني به یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ او سپیدار ترمنځ د اختلافاتو تر څنګ د دې اختلافاتو له منځه وړلو لپاره د کورنیو او نړیوالو ناکامو هڅو سره، د امریکا بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله غوښتي چې ټول شموله حکومت رامنځته کړي.
تازه د امریکا بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټر کې د افغانستان له سیاسي مشرانو غوښتې چې د یو ټول شموله حکومت جوړیدو لپاره دې هڅې وکړي.
پومپیو لیکلي: "دا او دې ورته ګامونه کولی شي افغانان یوه روښانه راتلونکي ته ورسوي."
(1/2) Thankful to my Afghan counterparts for preparing an inclusive negotiating team to make intra-Afghan negotiations successful. I also applaud your commitment to begin releasing prisoners and your commendable effort to set conditions for peace and reconciliation. pic.twitter.com/W6moa0WyZo
— Secretary Pompeo (@SecPompeo) March 28, 2020
په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې محمد اشرف غني به پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.
په عامه او استراتیژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پراخ بنسټه حکومت به د اساسي قانون په چوکاټ کې جوړ شي.
هغه زیاته کړه: "د ولسمشر هوډ دا دی چې نوی حکومت باید اغېزمن او تاثیر لرونکی وي او د دې تر څنګ د افغانستان نوی حکومت باید د دې هېوادو له ټولو اقشارو او خلکو استازیتوب وکړي، دا اراده وجود لري، انشالله د اساسي قانون په چوکاټ کې به پراخ حکومت چې هم اغېزمن وي او هم پراخ جوړ به شي."
له دې وړاندي د امریکا ځانکړي استازي د افغانستان سولې په اړه ویلي و چې سیاسي مشران باید ټول شموله حکومت رامنځته کړي.
هم مهاله د محمد اشرف غني د لوړې مراسم چې د افغانستان منتخب ولسمشر په توګه ترسره شول د ولسمشريز ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا پرېکړه و نه منله او د ټوله شموله حکومت د مشر په توګه یې لوړه وکړه.
د عبدالله عبدالله او اشرف غني دواړو لخوا ویل کېږي چې د رامنځته شویو ستونزو د حل لپاره سیاسي خبرو ته چمتو دي.
د دې اختلافاتو د حل لپاره له دې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو کابل ته راغی خو د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافاتو د حل هڅو یې پایله ور نه کړه.
د پومپیو تر څنګ د افغانستان ځینو نورو سیاسي څېرو د افغانستان مخکینې ولسمشر حامد کرزي او پخواني جهادي رهبر عبدالرب الرسول سیاف هم هڅې وکړې څو د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني ترمنځ ستونزي حل کړي خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دې رسېدلي.
اوس ولسمشرۍ ماڼۍ د پراخ بنسټه حکومت جوړېدو خبر ورکوي، ایا عبدالله عبدالله به په کې برخه ولري که نه؟
په عامه او استرتیژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر د دې پوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل: "اوس مهال زه نشم کولی چې ووایم راتلونکي حکومت کې به څوک برخه ولري، په دې باندې کار جریان لري، هرکله چې وروستی شو حتماً به اعلان شي."
د عبدالله عبدالله د ډلې ویاندویان په رسمي ډول د پومپیو څرګندونو او وحید عمر د خبرو په تړاو څه نه وايي خو د دې ټېم یو غړې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وویل: "ټول شموله حکومت به هغه وخت د منلو وړ وي چې دواړه ټیمونه د دوو حکومتونو په توګه سیاسي خبرو ته ور داخل شي."
له دې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هغې ناستې په هکله چې د عبدالله عبدالله سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر په ګډون ترسره شوې وه، وویل چې ده غوښتل د پراخ بنسټ حکومت په چوکاټ کې عبدالله عبدالله ته د سولې بهیر کې اساسي ونډه ورکړي او کابینه کې به یې هم ټیم ته ونډه ورکړي خو د ښاغلي غني په وینا ښاغلی عبدالله د داسې جوړښت غوښتونکی دی چې اساسي قانون سره ټکر کې دی، هغه څه چې بيا عبدالله عبدالله به يوه خبري ناسته کې رد کړ او وې ويل، د ده هېڅ غوښتنه د اساسي قانون سره مخالفت نه لري.