عامې روغتیا وزارت: امکان لري ۲۵ میلیونه افغانان په کرونا ویروس اخته شي

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر خبرداری ورکوي چې، په راتلونکو پنځو میاشتو کې به د افغانستان د نفوس ډېره برخه پر کرونا ویروس اخته شي.

که څه هم تراوسه پورې په افغانستان کې پر کرونا ویروس د ۴۲ کسانو د اخته کېدو خبر ورکړل شوی، خو د دغه هېواد د عامې روغتیا وزیر وايي، کومه محاسبه چې د روغتیا د نړیوال سازمان د وړاندوینې پرمټ شوې تر راتلونکو ۵ میاشتو پورې به د افغانستان ۸۰ سلنه خلک د کرونا پر ویروس اخته شي چې دا شمېره د افغانستان د ۳۲ میلیونو نه ۲۵ میلیونه جوړوي.

د عامې روغتیا وزارت د محاسبې له مخې چې د روغتیا د نړیوال سازمان د وړاندوینې له مخې یې کړې، پرکرونا ویروس د احتمالي ۲۵ میلیونو اخته کسانو څخه به په ۱۶ میلیونو کې د کرونا ویروس بیلابیلې نښې نښانې ولیدل شي.

د دغې محاسبې له مخې ۷ لکه کسان به بستر کېدو ته اړتیا ولري.

د عامې روغتیا د وزارت محاسبه ښيي چې ممکن کرونا په افغانستان کې د یو لکو لس زرو کسانو د مړینې سبب شي.

فېروزالدین فېروز د سه شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، که خلک روغتیايي سپارښتنې او خبرداري جدي وګڼي کېدای شي دغه شمېرې کمې شي.

هغه زیاته کړه: "که همکاري وي او ټول د کرونا ویروس پر ضد یوځای او یو لاس مبارزه وکړي او سپارښتنو ته پام وکړي انشاءاله دغې وړاندوینې ته به ونه رسيږو."

د عامې روغتیا وزیر وايي دا چې خلک سپارښتنو او خبرداریو په پام کې نه نیسي ممکن دغه وړاندوینې په واقعیت بدلې شي.

نوموړي زیاته کړه: "خو که وزلوبه، د خلکو راټولیدنې، د ودونومراسم، محفلونو او د تفریح ځایونو ته د خلکو تګ جاري وي او یا دا چې ښاري بسونه ونه درول شي، صادقانه وایم چې، دغه فکټورونه به موږ او تاسې دغې وړاندوینې ته بوزي."

دی په هرات ولایت کې د کرونا ویروس د ډېرو پېښو ثبتولو ته په اشارې وايي، د ولسمشر د دوهم مرستیال په مشرۍ د اضطراري غونډې له مخې، په پام کې ده چې په هرات ولایت کې سر له سبا نه د خلکو په ګرځېدو راګرځېدو بندیز ولګول شي.

تېره ورځ د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحیدالله مایار د روغتیايي خبرداریو پر وړاندې د ځینو بنسټونو پر سلیقه‌يي چلند انتقاد کړی و.

خو په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي، ټولو دولتي بنسټونو ته لارښوونه شوې چې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په هدف د عامې روغتیا له وزارت سره همکاري وکړي.

وحید عمر

هغه وویل: "د عامې روغتیا وزارت دا ژمنه او وړتیا لري چې زموږ ټولو کارونه همغږي کړي، موږ د روغتیا وزارت له ټولو فعالیتونو سره همکار یوو."

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې په راتلونکو اوونیو کې د 'کووایډ-۱۹' د زیاتوالي خبره کوي چې مخکې له دې په کابل کې د جرمني سفارت ویلي وو، په افغانستان پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له هغو شمېرو نه څو برابره زیات دی چې په رسمي توګه اعلان شوي دي.