ځینې معتادین له جوړېدو وروسته څه کوي؟

ارشیف

یو شمېر معتادین تر علاج وروسته په روغتيايي مرکزونو کې کار کوي او له نورو معتادینو سره د نشې په پرېښودلو کې مرسته کوي.

(۵۸) کلن فیض ګل چې اوس په معتادینو کې په کاکا چهارده ياني څلوېښت کاکا مشهور دی د ډوډۍ خوړلو پر مهال معتادین څاري او د هغوی خدمت کوي.

د هغه درملنه د خیر خانې مېنې هغه پنځوس بستریز روغتون شوې ده.

دی اوس معتادینو ته ډوډۍ ور وېشي، دغه ډول هغه معتادین هم تلاشي کوي چې روغتون ته د درملنې لپاره راځي، د ده هڅه دا ده چې معتادين يا قاچاق کوونکي روغتون ته نشه يي مواد را نه وړي.

هغه زیاتوي: " په لومړیو شپو کې د رئیس په ګډون د ټولو کارکوونکو راته پام و، ما ویل که له دې ځایه ولاړ شم، امکان نه لري چې روغ دي شم. هغه مهال به مې له ډاکټرانو او معتادینو سره په غونډو کې ګډون کاوه، په اشپزخانه کې به مې معتادینو ته ډوډۍ ورکوله، د معتادینو په درملنه کې مې له ډاکټرانو سره مرسته کوله، درې میاشتې وروسته ډاکټرانو راته وویل چې معتادین تلاشي کوه، ما ويل سمه ده."

د فیض ګل معالج ډاکټر اکبر رضايي وايي چې فیض ګل تر (۲۷) کلنې نشې وروسته په (۲۰۱۲) میلادي کال کې په داسې حال کې روغتون ته راغی چې وېښتان يې اوږده شوي او ډېر کمزوری شوی و، خو د هغه غښتلې ارادې بېرته پر پښو ودراوه او په روغتون کې کاري فرصت ورته برابر شو.

هغه زیاتوي: " د روغتون رئیس او مدیر یو څه معاش ورته وټاکه چې له یوې خوا د ده له کورنۍ سره مالي مرسته وشي او له بلې خوا وهڅول شي چې نور معتادین د علاج لپاره روغتون ته را ولي، ځکه دی په روغتون کې یو ښه مثال و چې معتادين نشه پرېښودلای شي او له لاسه وتلی کار هم بيرته ترلاسه کولای شي، ځکه مو په خپلو کارکوونکو کې شامل کړ. "

فیض ګل د روغتون له کارکوونکو سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته کوي، دی په معتادينو پسې له روغتون څخه د باندې وزي او هغوی د نشې پرېښودلو ته هڅوي.

دوه معتادین چې يو غلام مجتبی او بل شاه مراد نومېږي د فیض ګل کارونه ستايي.

یو معتاد وايي: " زما په نظر دا ستره همکاري ده، دی مرکز ته راتلونکي معتادین ښه تلاشي کوي چې روغتون ته نشه يي مواد را نه وړي. د ده ټوله هڅه همدا وي. "

بل معتاد بیا وايي: " موږ له ډاکټرانو او کاکا چهارده څخه خوشحاله یو. تر اوسه مو کوم بد نه دي ځنې لیدلي. د کاکا فیض ګل له برکته هیڅوک هم نشه يي مواد مرکز ته نه شي راوړلای."

فیض ګل اته کاله کېږي چې د معتادينو د درملنې په روغتيايي مرکز کې کار کوي، دوولس زره افغانۍ معاش اخلي او خپل مشر زوی ته یې د واده ترڅنګ د روزۍ ګټلو لپاره یو زرنج موټر سایکل هم وراخیستی دی.

--------------------

راپور: فرید حلیمي

Your browser doesn’t support HTML5

د زهرو کاروان فیچر