چین کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۲۰۵۰ نوې پېښې

په چین کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر۱۷۷۰ تنو ته رسېدلی دی.

په چین کې پر کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر له ۷۰ زرو کسانو اوښتی دی.

په ټوله نړۍ کې پر کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر له ۷۱ زره کسانو او په چین کې یې هم چې د دغه وایروس د خپرېدو سرچینه ده، شمېر له ۷۰ زره تنو اوښتی دی.

په چین کې د دغه وایروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر۱۷۷۰ تنو ته رسېدلی دی.

د چین د روغتیا د ملي کمېسیون د شمېرو له مخې له درې ورځو وروسته چې پر دغه وایروس د لږو کسانو د اخته کېدو راپورونه ورکړل شوي و، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۲۰۵۰ نوې پېښې ثبت شوې دي.

په عین حال کې جاپاني چارواکو اعلان وکړ چې په «ډایموند پرنسېس» تفریحي کښتۍ کې نور ۹۹ کسان پر کرونا وایروس اخته شوي چې په دې سره په دغه کښتۍ کې چې د جاپان په سواحلو کې ولاړه ده، دننه پر دغه وایروس د اخته کسانو شمېر ۴۵۴ ته ورسېد.

د دغې کښتۍ سورلۍ او عمله په قرنطین کې دي.

امریکا هم له دغې کښتۍ خپل له ۳۰۰ زیات وګړي او د هغوی کورنۍ ایستلي.

همدا شان په توکیو کې د روسیې سفارت هم تأیید کړه چې په دغه کښتۍ کې یوه روسۍ وګړې هم پر کرونا وایروس اخته شوې ده.

دا په «ډایموند پرنسېس» کښتۍ کې دننه د ۲۴ روسي سورلیو په منځ کې د دې وایروس لومړۍ او ښایي هم د یوې روسۍ وګړې لومړنۍ مثبته پېښه وي.

تر دې مخکې په روسیه کې دوه وګړي چې هغه هم چینایان دي، پر کرونا وایروس اخته شوي دي.

امریکا هم په دوو چارټر الوتکو کې له دغې کښتۍ خپل له ۳۰۰ زیات وګړي او د هغوی کورنۍ ایستلي او متحده ایالاتو ته‌یې لېږدولي دي.

په دوی کې ۱۴ تنه‌یې پر کرونا وایروس اخته شوي دي.

د دغې کښتۍ ټوله سورلۍ به په متحده ایالاتو کې د دوو اوونیو په مخه په قرنطین کې وي.

لږ تر لږه ۴۰ نور امریکایي وګړي چې په دغه کښتۍ کې سپاره و او پر دغه وایروس اخته شوي، په جاپان کې تر درملنې لاندې دي.

د راپورونو له مخې په شاوخوا ۳۰ نورو هېوادونو کې هم له ۵۰۰ زیات کسان د کرونا په وایروس اخته شوي دي.

د کرونا د وایروس له امله په درېیو هېوادونو فرانسه، فیلیپین او جاپان کې درې تنه او یو هم په هانګ کانګ کې مړه شوي دي.