له طالبانو سره په خبرو کې پر وروستيو پرمختګونو جرمني کې هم بحث کېږي

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان د سولې په خبرو کې مهم پرمختګ شوی دی.

پومپیو پرون د فبرورۍ په ۱۳مه، جرمني ته په لاره کې خبریالانو ته دا خبره کړې ده.

هغه به په جرمني کې په لویه امنیتي غونډه کې ګډون کوي.

د جرمني غونډې ته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ورغلی دی.

د یو شمېر غربي رسنیو په حواله، ټاکل شوې چې ولسمشر غني د جرمني د غونډې په څنډه کې له پومپیو سره ځان ته وګوري.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، مايک پومپیو جرمني ته په لاره خبریالانو ته ویلي چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ صلاحیت ورکړی چې خبرې جاري وساتي او واشنګټن غواړي چې د ټولو افغانانو سره د خبرو عمق ته تر رسېدو مخکې تشدد په بې‌ساري ډول کم شي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم پرون په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا او وسله‌والو طالبانو استازو په افغانستان کې د تشدد د کمولو په اړه بحث کړی دی.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د ناټو غونډه کې د خبرو پر مهال.

مارک اسپر وویل: "د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د تشدد د کمولو په اړه مذاکرې کړې وې. زه دلته راغلی یم چې په دې اړه له خپلو متحدانو سره بحث وکړم. موږ مخکې هم ویلي چې په افغانستان کې د لانجې حل یوازې د یوه سیاسي توافق له مخې کېږي. په دې برخه کې پرمختګ شوی دی."

مارک اسپر زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د شمېر د کمېدو پرېکړه به د شرایطو له مخې او په افغانستان کې د تشدد د کمېدو مسئلې ته د کتلو پر اساس کېږي.

اوس‌مهال په افغانستان کې تقریباً ۱۳۵۰۰ امریکايي عسکر او ګڼ شمېر اروپايي پوځيان د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ په مأموریت کې خدمت کوي.

مارک اسپر پرون په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې ګډون درلود.

په همدې غونډه کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم و.

د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد او د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د ناټو غونډې په څنډه کې د لیدنې پر مهال.

خالد ازادي راډیو ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغانستان د سولې په اړه پرېکړه به له شرایطو پرته او په پټو سترګو نه‌کېږي.

اسدالله خالد په دې اړه چې په خبرو کې څومره پرمخګ شوی، له تبصرې ډډه وکړه، خو ویې‌ویل چې ښايي په یوه اوونۍ کې د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې پیل شي.

خالد په بروکسل کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د افغانستان وضعیت سږکال له تېر کال سره فرق لري.

ښاغلی خالد وايي: "تاسو د قطر مذاکرې تعقیبوئ، له تېر یوه کال راهیسې ډېر بدلون راغلی، اوس نور د افغانستان د حکومت د بدلون او د افغانستان د ملي پوځ د له‌منځه تلو خبره نه‌ده مطرح، اوس خبرې د سولې پر خوا روانې دي. موږ خپل ولس ته وعده ورکوو چې ملي اردو په هر حال کې له ټولو هغو ارزښتونو دفاع کوي چې په وروستیو دوو لسیزو کې موږ ترلاسه کړي دي."

نیویارک ټایمز: که طالبان خپله ژمنه عملي کړي امریکا به موافقه لاسلیک کړي

پومپيو: طالبانو د تاوتریخوالي د زیات او مداومه کمښت وړاندیز کړی

د واشنګټن پوسټ په حواله، امریکا او طالبان ښايي په څو ورځو کې په افغانستان کې د تشدد د کمېدو په اړه پرېکړه اعلان کړي.

د کابل ښار په شنه سیمه (امن سیمه) کې ځانمرګی برید چې مسؤلیت طالبانو منلی و.

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد ازادي راډیو ته وویل چې د اوو ورځو لپاره د تشدد د کمولو کومه مسئله چې په رسنیو کې خبرې ورباندې کېږي، په جزئیاتو نه‌ده ورسره مطرح شوې.