عامې روغتيا وزارت: له چینه د افغان محصلانو د رالېږد لپاره چمتووالى لرو

چیني وګړو د کرونا ویروس له وېرې ځانونه په پلاستیکي کڅوړو کې پېچلي دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، د چين له ووهان ښار څخه د افغان محصلانو د رالېږد لپاره چمتووالى لري.

د چين د هوبي ولايت په مرکز ووهان کې دېره افغان محصل احمد مشعل جمال‌زى وايي، په ښار کې وضعيت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي.

جمال‌زي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، پر ښار د وېرې فضا خپره ده.

په چین کې افغان محصل مشعل جمال‌زی

هغه وايي: "په ووهان ښار کې حالت تر مخکې لا خراب شوى دى، وحشت نور هم زيات شوى دى، د خلکو روحي حالت نور هم خراب شوى دى، نور بهرني محصلان ټول له دغه ښاره وتلي دي، يوازې افغانان پاتې دي."

د چين هوبي ولايت څه باندې ٥٠ میليونه نفوس لري چې د کرونا ويروس‌يې اول په مرکز ووهان ښار کې کشف شو.

په چين کې چارواکو د سې شنبې پر سهار وويل، يوازې په هوبي ولايت کې په کرونا ويروس ١٠٣ کسان مړه شوي او په دې ناروغۍ د خلکو د اخته کېدو ٢٠٩٧ تازه پېښې په‌کې ثبت شوې دي.

د چین ووهان ښار کې د کرونا ویروس له امله وضعیت لا خراب شوی دی.

په چين کې د افغانستان سفير وايي، دوى له ووهان ښار څخه د افغان محصلانو د لېږد موضوع له حکومت سره شريکه کړې ده.

جاوېد قايم ازادي راډيو ته ويلي: "ولسمشر حکم ورکړى او کمېټه‌يې ورته ټاکلې ده چې روغتيا وزارت‌يې په سر کې دى، نورې ادارې هم ورسره همغږې دي، دا اوس د دوى مسؤليت دى چې تصميم ونيسي چې دغه محصلين څنګه او کله باسي، ځکه دا اوس زموږ له صلاحيت څخه وتلى کار دى."

په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم

د افغانستان د روغتيا وزارت وايي، دغه وزارت له ووهان ښار څخه د افغان محصلانو د رالېږد لپاره ځيني پلانونه سنجولي دي.

د دغه وزارت وياند وحيدالله مايار ازادي راډيو ته وويل، د بهرنيو چارو وزارت هم هڅه کوي چې د محصلانو د لېږد لپاره يوه الوتکه دربست کړي.

هغه زیاته کړه: "له بېلابېلو ادارو جوړه د همغږۍ کمېټه جوړه شوې چې څو غونډې يې کړې دي، د روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فیروز په کابل کې د چين له سفير سره څو څو وارې کتلي او د افغان محصلانو د روغتيايي حالت پوښتنه‌يې ورڅخه کړې ده، کله چې په چين کې محصلان ويني چې د نورو هېوادونو محصلان ايستل کېږي، په روحي لحاظ پر دوى ناوړه تأثير کوي، کمېټه د الوتکې پر چارټر کولو کار کوي."

وحيدالله مايار وايي تر اوسه کوم افغان محصل په کرونا ويروس نه‌دى اخته شوى.

د افغانستان حکومت د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره څو ورځې مخکې په کابل کې يو مرکز پرانیست.

کابل کې د کرونا ویروس د احتمالي وقایع لپاره جوړ شوی روغتون.

په ننګرهار، هرات، فراه او بلخ ولايتونو کې هم د دې وژونکې ناروغۍ د مخنيوي لپاره د ځينو هڅو خبرونه ورکړل شوي دي.