لاس انجلس ټایمز: دوهم ځل امریکا او طالبان د سولې تړون لاسلیک ته نږدې شوي

ځینې نړیوالې ورځپاڼې

  • لاس انجلس ټایمز ​

لاس انجلس ټایمز په یوه مطلب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین د نیولو مسئله را اخیستې ده.

ورځپاڼې د بشري حقونو د څار د ډلې د اسیا د برخې د مشر براد ادمز په وینا لیکلي دي چې له جنایي قوانینو څخه د بیان د ازادۍ پر ضد او د سیاسي مخالفانو ځپل کله هم په ډیموکراسۍ کې نه‌ځایېږي.

ادمز زیاتوي، د پاکستان حکومت باید د سیاسي اختلافاتو د هوارولو لپاره د خبرو اترو لاره غوره کړي.

د بشري حقونو د څار ډلې د اسیا د برخې مشر بیا وایي، سوله‌ییز مخالفت د ډیموکراسۍ اصل دی او باید د یوې فتنې په څېر چلند ورسره ونه‌شي.

منظور پشتین د یکشنبې په شپه ناوخته په پېښور کې پولیسو ونیو.

د پېښور د پولیسو چارواکو ویلي دي، د پشتین پر ضد په "ډېره اسماعیل خان" کې له پولیسو سره شکایت ثبت شوی دی.

شکایت دا دی چې پشتین د جنورۍ په ۲۰مه په دې سیمه کې د پاکستان د دولت پر ضد خبرې کړې دي او هڅه‌یې کړې چې خلک د دولت پر ضد تحریک کړي.

د پشتین تر نیولو یوه ورځ وروسته د افغانستان او پاکستان په بېلابېلو سیمو کې مظاهرې وشوې.

اعتراض کوونکو د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پشتین د خوشې کېدو غږ اوچت کړ.

د پشتین تر نیولو وروسته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په ګډون یو شمېر افغان سیاستوالو د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د پېښور محکمې په ضمانت د پشتین د خوشې کېدو غوښتنه رد کړې ده.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې د امریکایي الوتکې د غورځېدو د پېښې په اړه هم لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد خبرې را اخیستې دي چې په وټس‌اپ کې یې ادعا کړې ده چې په دې الوتکه کې د "سي ای اې" یو شمېر مهم مشران هم وژل شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال چې د پېښې ځای ته د دوشنبې په ورځ تللی و، څرګندوي چې دوه مړي یې هلته لیدلي دي.

طالبانو ادعا کړې ده چې دا الوتکه دوی ویشتلې ده.

خو لاس انجلس ټایمز په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د یوه ویاند ساني لګېت خبرو ته هم اشاره کوي چې وایي، د "E-11A" جنګي الوتکې د غورځېدو د پېښې تحقیقات روان دي او داسې نښې نه‌لیدل کېږي چې دا الوتکه دې ویشتل شوې وي.

لاس انجلس ټایمز لیکي، دا پېښه په داسې وخت کې شوې ده چې تېره اوونۍ راپورونه خپاره شول چې امریکایي پلاوی له طالبانو سره د سولې موافقې ته نږدې شوی دی.

ورځپاڼه لیکي، په وروستیو میاشتو کې دا دوهم ځل دی چې امریکایي پلاوی له طالبانو سره د سولې د تړون لاسلیک ته نږدې کېږي.

تېر ځل په سپټمبر کې مخکې تر دې چې هوکړه‌لیک لاسلیک شي طالبانو په کابل کې په ځان وژونکي برید کې د یوه امریکایي عسکر په ګډون یو شمېر کسان ووژل چې بیا ولسمشر ډونالد ټرمپ دا خبرې ودرولې.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخواني سلاکار امین‌الله حبیبي ازادي راډیو ته وویل چې د ده‌یک پېښه به له طالبانو سره د سولې پر خبرو بې‌اغېزې نه‌وي.