چین کې د کرونا ویروس پراختیا؛ د مړو شمېر ۸۰ تنو ته ورسېد

تر اوسه ۲۷۰۰ کسان په چین کې په دې ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۸۰ کسانو ساه ورکړې ده.

د چین حکومت ویلي چې کرونا ویروس په چټکۍ د پراخېدو په حال کې دی او د مخنیوي چارې یې له سختۍ سره مخ کړي.

د چین چارواکي وايي چې د کرونا ویروس چټکې پراختیا اندېښمن کړي او ښايي په دې ویروس د اخته کسانو شمېر لا پسې زیات شي.

تر اوسه ۲۷۰۰ کسان په چین کې په دې ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۸۰ کسانو ساه ورکړې ده.

د چین د روغتیا وزیر ما شائووې پرون یکشنبه وویل هېواد یې د دې ویروس په خاطر یوې حساسې مرحلې ته داخلېږي او داسې ښکاري چې د کرونا ویروس پراختیا په زیاتېدو ده.

هغه زیاته کړه: "موجوده اسبابو ته په کتو د دې ویروس خورېدل په چټکۍ سره کېږي، دې مسئلې د مخنیوي چارې له ننګونو سره مخ کړې دي، متخصصینو ویلي چې موږ د دې ویروس په خاطر په یوه کړکېچن او پېچلي حالت کې یوو."

ما ښائووې زیاته کړه چې د تګ راتګ بندیزونه او نور اقدامات باید په چټکۍ او کم مصرف سره د دې ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره ترسره شي.

د چین د روغتیا وزیر دا خبرې داسې وخت وکړې چې د روغتیا د نړیوال سازمان "ډبلیو اېچ او" مشر تدروس ادهانوم له چینايي چارواکو او روغتیايي کارپوهانو سره د خبرو لپاره پرون یکشنبه بیجېنګ ته تللی.

په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره لارې چارې سنجول شوې دي.

د چین په ووهان کې شاوخوا دوه زره کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

تر اوسه پورې د دې ویروس په خاطر یوازې په چین کې ناروغان مړه شوي، خو په ټایلند، اسټرالیا، امریکا متحده ایالاتو، کاناډا او فرانسې کې یې هم ځینې مثبتې پېښې ثبت او ناروغان‌یې قرنطین شوي.

کرونا ویروس شاوخوا یوه میاشت مخکې د چین له پلازمېنې بیجېنګ سلګونه کیلومتره لیرې په ووهان ښار کې پیدا شوی دی.

دغه ښار ته تګ راتګ باندې بندیز لګول شوی او ښاروال‌یې وايي چې په ووهان کې شااوخوا دوه زره کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

امریکا، فرانسې او جاپان له دې ښاره د خپلو اتباعو د ایستلو لپاره هڅې پيل کړي.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ شنبه وویل چې هېواد یې د کرونا ویروس په خاطر له یوه کړکېچن حالت سره مخ دی.

د چین صدراعظم لي کیانګ هم پرون د دې ویروس د مخنیوي د لارو چارو په خاطر یوه غونډه وکړه او په ټولو یې د بېړنیو هڅو غږ وکړ.

په چین کې یوه روغتیايي کارکوونکې د یوې مسافرې د تبې د لیدو په حال کې

کرونا ویروس داسې وخت په چین کې کشف او خلک پرې اخته شول چې د نوي چینايي کال د رخصتیو لپاره میلیونونه کسان له یوه بل ځای ته سفر کوي او دې چارې د یاد ویروس لېږد زیات کړی.

د کرونا ویروس تنفسي سیستم کمزوری کوي او ان د انسان په مرګ تمامېږي.

دوامدره والګی، ټوخی او نفس‌تنګي په دې ویروس د اخته کېدو نښې یادې شوي.

ویل کېږي چې دا ویروس ښايي له ککړو سمندري خواړو او یا ژویو انسانانو ته انتقال شوې وي.

تر اوسه پورې د دې ویروس د له‌منځه وړلو لپاره کوم خاص واکسین نه‌دی جوړ شوی او ناروغان یوازې قرنطین او طبي مرستې ورسره کېږي.