چارواکي: هرات، غور او فراه کې٨٠ کلي له وسله والو بېرته نيول شوي

ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت وايي په هرات، غور او فراه کې د روانو پوځي عملياتو په نتيجه کې نږدې ٨٠ کلي له وسله والو بېرته نيول شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي د افغانستان په لوېديځ کې يې د "هريرود توفان" په نوم پوځي عمليات له څه کم يوې مياشتې راهيسې روان دي.

د دغه وزارت په حواله په هرات، غور او فراه کې د دغو عملياتو په نتيجه کې نږدې ٨٠ کلي له وسله والو طالبانو نيول شوي دي.

د دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان د يکشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل: "٦٠ کلي د غور په شهرک ولسوالۍ او ١٨ کلي د هرات په چشت شريف ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو نيول شوي دي، دغه راز د فراه په شېبکوه ولسوالۍ کې هم په لسګونو کلي د طالبانو له کنټروله ايستل شوي دي، طالبان په داسې وضعيت کې دي چې د افغان امنيتي ځواکونو په وړاندې مقاومت نه شي کولاى، له ملکيانو او د هغوى له کورونو د سپر په توګه کار اخلي."

دغه په لسګونو کلي د افغانستان په لوېديځ کې پر وسله والو طالبانو د فشار تر زياتېدو وروسته نيول کېږي.

دا فشار په داسې حال کې زيات شوى، چې په قطر کې د امريکايي پلاوي او طالب مرکچیانو ترمنځ د سولې مذاکرات روانې دي.

دا چې تر اوسه په دغو مذاکرو کې پر کومو ټکو موافقه شوې ده، جزئيات نه دي خپاره شوي.

زلمي خليلزاد چې د سولې په خبرو کې د امريکايي پلاوي مشري کوي، د روانو مذاکرو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

قطر کې د امریکايي او طالب مرکچي پلاوي د غونډې یو انځور. February 26, 2019

که څه هم د سولې مذاکرې روانې دي، په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې هم دواړه لوري پر يوه او بل د برلاسي کېدو هڅه کوي.

وسله والو طالبانو په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر کمېدو د موافقې يادونه کړې ده، هغه څه چې د حکومت له عکس العمل سره مخامخ شو.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د تاوتريخوالي کمېدل عملي اړخ نه لري، وسله وال طالبان دې له اوربند سره موافقه وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ 23.Ap.2017

د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان وويل، چې شا و خوا ٢٠٠ وسله وال طالبان افغان ځواکونو ته تسليم شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د غور ولايت د کُمنج او تخت درې څو کلي چې له درېيو تر پنځو کلونو د طالبانو په کنټرول کې وو، له هغوى نيول شوي دي، د دغو عملياتو په نتيجه کې ٢٠٠ وسله وال طالبان له خپلو سپکو او درنو وسلو سره افغان ځواکونو ته تسليم شوي دي."

دفاع وزارت وايي دغه پوځي عمليات به تر هغو روان وي، چې له وسله والو طالبانو ټولې سيمې بېرته نيول شوي نه وي.

د دفاع وزارت مرستيال وياند وايي د هريرود توفان د پوځي عملياتو په چوکاټ کې افغان امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

دفاع وزارت وايي د پوځي عملياتو پر مهال د ملکيانو د خونديتوب لپاره دوى په ټول توان سره هڅې کړي او په عملياتو کې ورته زيان نه دى اوښتى.

د افغانستان دفاع وزارت زياتوي، که څه هم دوى دغه پوځي عمليات په مستقلانه ډول کوي، خو په هوايي برخه کې ځينې وخت د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت هم ورسره همکاري کړې ده.