د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

تېر میلادي کال په لومړيو ۶ میاشتو کې افغان او امریکايي ځواکونو ډېر تلفات اړولي


یو شمېر ټپیان چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ټپیان او روغتون ته لېږدول شوي دي.
یو شمېر ټپیان چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ټپیان او روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې لیکلي، د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړي شپږ میاشتو کې د افغان او امریکايي ځواکونو په بریدونو کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر، د طالبانو په بریدونو کې ملکیاتو ته د اوښتو تلفاتو په پرتله زیات دی.

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان یو تازه راپور ښيي چې په ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو نهه میاشتو کې په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا له ۸۰۰۰ زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپور پر بنسټ د دې کال په لومړي شپږ میاشتو کې د افغان او امریکايي ځواکونو له‌خوا په شویو عملیاتو کې د ملکیانو د تلفاتو شمېر، د وسله‌والو طالبانو د بریدونو په پرتله زیات دی.

په راپور کې د ملکي تلفاتو د ډ‌ېرېدو یو ستر لامل د امریکايي ځواکونو هوايي عملیات ښودل شوي دي.

راپور کې راغلي، د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۰۰۰ تنه ملکیان وژل شوي چې له ۱۰۰ ډېر یې ماشومان دي.

راپور د ۲۰۱۸ میلادي کال د همدې نېټې په پرتله په ملکي تلفاتو کې د ۴۵ سلنه زیاتوالي یادونه کوي.

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان زیاتوي، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې چې د سي‌ای‌ای له‌خوا یې ملاتړ کېږي، صحرايي محکمې هم شاملې دي او تر خوا یې یو شمېر کسان ان تري تم کړل شوي دي.

راپور کې د دې ځواکونو له‌خوا د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ عملیاتو ته اشاره شوې او ویل شوی چې په یوې کورنۍ کې ۱۱ کسه ووژل شول او دغه شان د ننګرهار د جلال اباد ښار پېښه یاده شوې چې په کې د یوې کورنۍ ۴ وروڼه له‌منځه ولاړل.

راپور کې په زندانونو کې د شکنجو کمېدو ته هم اشاره شوې خو زیاتوي، د افغانستان حکومت د جنسي ځورونې اړوند قضیو کې له یو شمېر نظامیانو او ځینو سیاسي مشرانو څخه په حساب اخېستنه کې پاتې راغلی دی.

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، جګړه کې ښکېلو هېڅ یو لوري د جګړې د نړیوالو اصولو له مخې د روغتیايي مرکزونو خوندیتوب ته پام نه دی کړی.

په راپور کې داهم راغلي، چې امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۹ میلادي کال کې نږدې ۸ زره بمونه او راکټي توغولي چې په تېرو اته‌لس کلونو کې بې‌ساری دی.

د بشر حقونو د څار د نړیوال سازمان د اسیا څانګې مسووله پیتریشیا ګاسمن وویل: "هغه ډول چې جګړه دوام لري، په افغانستان کې د جګړو ټول ښکېل لوري اصولو ته پام نه کړی دی او دا کار د ملکي تلفاتو د زیاتېدو سبب شوی دی، که څه هم د سولې خبرې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې روانې دي، مګر د ملکي افغانانو ژوند په جګړه کې د ښکېلو لوریو په ژمنتیا پورې تړلی دی چې باید له ملکیانو ساتنه وکړي او د بشر حقونو ته ژمن و اوسي. "

د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کمېسیون هم د جګړې له ښکېلو لوریو د ملکي کسانو د ژوند خوندیتوب ته پام غواړي.

د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کمېسیون شکر الله مشکور
د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کمېسیون شکر الله مشکور

د دې کمېسیون یو غړي شکر الله مشکور ازادي راډیو ته وویل: "د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي تلفاتو په اوښتو خپل ژوره اندېښنه ښيي، موږ د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې د بشر دوستانه حقونو اوصولو ته درناوی ولري او د ملکي خلکو د مال، ځان او حقونو ته ساتنې ته درناوی ولري. "

خو افغان حکومت دا راپور ردوي او وايي، د ملکي تلفاتو اصلي عاملین وسله‌وال طالبان دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت د ملکي په خوندیتوب تل ټینګار کړی دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي

هغه زیاته کړه: "هغه ځایونو چې د ملکي تلفاتو د اوښتو پېښه کېږي، موږ یې جدي نیسوو، هغه کسان تر څېړنې لاندې نیول کېږي چې د دې ډول پېښو مسوول وي، د افغانستان حکومت د ملکي کسانو پر وړاندې بې تفاوته نه دی. "

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې راپور کې همدا ډول ټاکنو، د سولې خبر اترو، پر رسنیو بریدونو او تر خوا یې په افغانستان کې د بشر حقونو موضوع ته اشاره شوې ده.

XS
SM
MD
LG