عمران خان: د طالبانو او افغانستان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې غواړو

ټرمپ او عمران خان د سويس په داووس ښار کې سره وکتل او په لیدنه کې په افغانستان کې د سولې د هڅو او مذاکرو موضوع هم مطرح شوه.

د پاکستان صدراعظم وايي اسلام‌اباد او واشنګټن غواړي چې د طالبانو او د افغانستان حکومت ترمنځ د سولې مخامخ خبرې وشي.

عمران خان دا څرګندونې پرون د امريکا متحده ايالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په کتنه کې وکړې.

دواړو مشرانو د سويس په داووس ښار کې د نړۍ د اقتصادي فورم د ۵۰مې کلنۍ غونډې په څنډه کې سره وکتل او په لیدنه کې په افغانستان کې د سولې د هڅو او مذاکرو موضوع هم مطرح شوه.

عمران خان وويل، د افغانستان سوله د پاکستان او امريکا ترمنځ په مشترک ډول مطرح موضوع ده.

هغه زیاته کړه: "البته عمده مسئله افغانستان دى، ځکه امريکا او پاکستان‌يې اندېښمن کړي دي. له نېکه‌مرغه چې موږ په ورته فصل کې يو. موږ دواړه هلته له سولې سره لېوالتيا لرو، دغه‌راز د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو له لارې منظم انتقال ته لېوال يو."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان په په داووس ښار کې د نړۍ د اقتصادي فورم د ۵۰مې کلنۍ غونډې په څنډه کې د لیدنې پر مهال

د امريکا او پاکستان رهبران په داسې حال کې د افغانستان پر سوله خبرې کوي چې په قطر کې د طالبانو او امريکايي هيئت ترمنځ مذاکرې روانې دي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، د مرکچيانو دواړه ډلې به نن هم خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

د شاهين په وينا د دغو خبرو هدف دا دى چې د سولې د موافقې د لاسليک لپاره خوندي چاپېريال برابر شي او پر مهمو اهدافو له حملو ډډه وشي.

هغه په دې اړه چې پر مهمو اهدافو يې له حملو هدف څه دى جزئيات ورنه‌کړل، خو ويې‌ويل چې د موافقې د لاسليک د وخت او ځاى په اړه د امريکا او طالبانو له‌خوا پرېکړه نه‌ده شوې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

په پاکستان کې د طالبانو د سياسي مشرتابه د حضور له کبله د افغانستان د سولې په پروسه کې تل د اسلام‌اباد نقش مهم بلل شوى دى.

خو په ناروې کې مېشت د سياسي مسايلو تحليل‌ګر عبدالله سنګر وايي، د افغانستان د سولې په مسئله کې د پاکستان رول منفي ګڼل کېږي.

ښاغلی سنګر زیاتوي: "د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان هلې ځلې صادقانه نه‌ګڼم. هغوى د خپلو هغو امتيازونو لپاره هڅه کوي چې له امريکا او نورو نړيوالو څخه اخلي. هغوى هېڅکله نه‌غواړي چې په افغانستان کې دې سوله ټينګه شي."

سیاسي کارپوه عبدالله سنګر

تر دې مخکې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ٢٠١٧ میلادي کال په اګسټ مياشت کې د افغانستان او جنوبي اسيا په اړه د خپلې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال پر پاکستان انتقاد کړى و.

ښاغلي ټرمپ ويلي وو چې واشنګټن پاکستان ته په میلياردونو ډالر ورکړل، خو پاکستان پر همدې وخت د هغو ترورېستانو پټنځاى و چې موږ ورسره په جګړه کې ښکېل وو.

خو اوس د ولسمشر ټرمپ نظر بدل ښکاري، هغه پرون له عمران خان سره په کتنه کې وويل: "د اوس په څېر هېڅکله له پاکستان سره دومره نږدې نه‌وو. دا يوه لويه خبره ده، بيا هم زه نه‌وايم چې موږ د دوو هېوادونو په څېر دومره سره نږدې وو. موږ د خپلو اوسنيو اړيکو له کبله ډېر سره نږدې يو."

د افغانستان چارواکو په وار وار پاکستان د افغانستان د سولې او ثبات په مسئله کې په دوه مخي سياست تورن کړى دى.

دوى ويلي د پاکستان پوځ د هغو افراطي وسله‌والو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې پر افغان او بهرنيو ځواکونو په حملو تورن دي، خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.