هشت صبح: له جمهوریت پرته سوله معنی نه‌لري

ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې او اوربند په مسئلې لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې جملې پیل کړې، د سولې خبرې چې اوس تر بل هر وخت یو مهم او حساس پړاو ته داخلې شوې، پر وړاندې یې خنډونه هم ورځ تر بلې ډېرېږي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لسم پړاو خبرې چې ظاهراً د سولې توافق‌نامې د لاسلیک په تړاو دي ځکه دومره ځنډنۍ شوي چې متحده ایالاتو له طالبانو سره د هوکړې تر لاسلیک مخکې د اوربند یا هم د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

دنیا ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکي، د طالبانو مرکچي پلاوي په دې تړاو څو ځله د طالبانو له رهبرۍ شورا سره مجلسونه وکړل او ملا هبت‌الله ظاهراً‎ د اوربند او یا هم جنګ او تاوتریخوالي د کمولو په تړاو فیصله ونه‌منله.

په سرمقاله کې لیکل شوي، د طالبانو د علماوو شورا څو ځلې په دې مسئله ناستې وکړې او بالاخره‌یې پرېکړه وکړه چې طالبان به د اوو یا ۱۰ ورځو په جریان کې د افغانستان په مهمو او لویو ښارونو کې جنګ او تاوتریخوالي په دې شرط کموي چې په دې موده کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تړون لاسلیک شي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هم د سولې په خبرو اترو کې د جمهوریت په منلو ټينګار کړی.

ورځپاڼه جمهوریت "سره کرښه" بولي او تېرېدل ځینې ناممکن ګڼي.

د سرمقاله لیکونکي په باور له جمهوریت پرته سوله معنی نه‌لري.

په سرمقاله کې ټينګار شوی، کله چې د سولې په خبرو اترو کې جمهوریت نه‌منل کېږي او کله چې حکومت ته خلک مشروعیت ورنه‌کړي، ټاکنې د قدرت د لېږد مېکانیزم نه‌وي، نو دا بیا د زور له لارې واک ترلاسه کول دي او د دې هڅه د هېڅ لوري په ګټه نه‌ده.

هشت صبح ورځپاڼه کې راغلي، د دې ستونزې د هواري لپاره دولت باید یوه ستراتېژي جوړه کړي څو د دغې ستراتېژي په جوړولو کې ټولې خواوې ښکېلې وي څو د ټولو لورو په خوښه وي.

د دغې ورځپاڼې په نتیجه‌ګیرۍ کې راغلي، د افغانستان خلک اصلاً دې ته حاضر نه‌دي چې جمهوریت د یوې ډلې د غوښتنو قرباني کړي او په دې اړه پټې معاملې به هم نتیجه ونه‌لري.

  • اصلاح

اصلاح ملي ورځپاڼه لیکي د سولې خبرې اترې به هغه مهال نتیجه ورکړي چې دا خبرې د ملي باور او اعتماد په اساس وي.

وړاندې راغلي، ملي اعتماد او باور هغه مهال رامنځته کېږي کله چې خلک د دغو خبرو اترو نتیجه په خپل ورځني ژوند کې احساس او تاوتریخوالی عملاً کم شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دغه ملي باور به هغه مهال رامنځته شي چې وسله‌وال طالبان اوربند ومني او وینې تویولو ته د پای ټکی ورکړي.

د سرمقالې په نتیجه‌ګیرۍ کې راغلي که چېرې وسله‌وال طالبان په رښتیا هم د سولې خبرو اترو او د جګړې د پای ته رسولو په لټه کې دي، نو دوی باید د افغانانو غوښتنو ته غاړه کېږدي، اوربند وکړي او د افغانستان اساسي قانون ومني.