سلیم شاهین د "سایبري باج‌اخیستنې" په تور په بند محکوم شوی

افغان فلم جوړوونکی او سینماګر سیلم شاهین

افغان فلم جوړوونکی او سینماګر سیلم شاهین له یوې نجلۍ څخه د "سایبري باج‌اخیستنې" په تور په دوه کاله زندان محکوم شوی.

افغان فلم جوړوونکی سیلم شاهین له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په زندان کې دی، ابتدائیه محکمې پر هغه درې کاله، خو د استېناف محکمې بیا د هغه د بند موده دوو کلونو ته راښکته کړه.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، سلیم شاهین څو میاشتې وړاندې غوښتل له یوې نجلۍ څخه په خپل موبایل کې اخیستونکی فلم په خپلو برنامو کې وکاروي چې نجلۍ له سلیم شاهین څخه لویې څارنوالۍ ته په دې برخه کې شکایت کوي او وايي چې سلیم شاهین د دې فلم د خپرېدو په صورت کې له دې څخه د پیسو غوښتنه کړې.

د افغانستان د لويې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د دې موضوع په اړه د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د مرغومې ۲۹» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "دې ښځې موږ ته شکایت وکړ چې شاهین له دې فلم څخه سوء استفاده کوي او باج‌اخیستنه کوي، خو د دې نجلۍ د خبرو په اساس چې ویلي یې که پیسې ورنه‌کړم فلم به مې راته په ټولنیزو پاڼو کې خپور کړي او زما ملګرو ته به‌یې هم واستوي، د دې لپاره چې دغه موضوع د افغانستان د جزا د کوډ په اساس سایبري باج‌اخیستنه ده او جرم دی، نجلۍ لویې څارنوالۍ ته عارضه شوه او سلیم شاهین هم باالفعل ونیول شو. "

د افغانستان د لويې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

که څه هم لویه څارنوالۍ د فلم د نوعیت په اړه څه نه‌وايي، خو سلیم شاهین له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي چې یاد فلم‌یې د یوې ښځینه همکارې د کلیزې د مراسمو دی.

د ښاغلي شاهین په خبره، نجلۍ یې ترې غوښتنه کړې وه چې د کلیزې له مراسمو څخه‌یې فلم جوړ کړي.

نوموړی وايي، د خپل شرکت له لارې د داسې فلمونو د جوړېدو په صورت کې پيسې اخلي چې دې نجلۍ هم د همداسې یو فلم دجوړېدو غوښتنه وکړه او موږ هم ترې د دوه لکه افغانيو غوښتنه وکړه.

سلیم شاهین وايي، خبره دې حالت ته ورسېده چې نجلۍ پیسې نه‌راکولې او پر ما یې تور پورې کړ.

هغه زیاته کړه: "بالاخره یو ورځ‌یې زما پیسې د څارنوالانو په همکارۍ راوړې او زموږ دفتر کې یې همکارانو ته وسپارلې، څارنوالۍ زما د ګرفتارۍ امر وکړ ویې‌نیولم بېرته‌یې خوشې کړم، تقریباً ۱۰ میاشتې ازاد وم، زه‌یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په جرم بیولی وم، له ښځو سره د تاوتریخوالي څارنوالۍ زما قضیه ونه‌منله ویل‌یې چې دا په دوی پورې اړه نه‌لري او حقوقي قضیه ده، بالاخره حقوقي موضوع‌یې جنایي موضوع جوړه کړه."

سلیم شاهین له یو لنډ مهاله بند وروسته یو کال ازاد و، خو کله‌یې چې غوښتل یوې برنامه کې ته د ګډون په موخه هندوستان هېواد ته سفر وکړي د کابل په هوايي دګر کې د پولیسو له‌خوا ونیول شو.

ښاغلی شاهین وايي، د سایبري باج‌اخستنې موضوع د ده د خپلو سیالانو له‌خوا یوه دسیسه ده.

دغه افغان سینماګر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، له زاندني کېدو سره‌یې یو شمېر فلمونه ناتکمیله پاتي او شاید له خلاصېدو وروسته نور په سینما کې کار ونه‌کړي.