افغانستان کې د مالي او امنیتي ستونزو له امله ۴۰ رسنۍ تړل شوي

ارشیف

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې په ټول هېواد کې ۴۰ رسنۍ د مالي او امنیتي ستونزو له امله تړل شوي.

۲۰۱۹ په افغانستان کې د لسګونو رسنیو د تړل کېدو کال.

د افغانستان د خبریالانو د خوندېتوب کمېټې د یک شنبې په ورځ د خپل کلني راپور د شریکولو پر مهال خبریالانو ته وویل چې په تېر میلادي کال کې،۴۰ رسنۍ د امنیتي او مالي ستونزو له امله تړل شوي.

د دې کمېټې رئیس نجیب شریفي د دغه راپور د جزئياتو د شریکولو پر مهال وویل، اوس هم تاوتریخوالی د افغان خبریالانو پروړاندې ی یو جدي ستونزه ده.

د افغانستان د خبریالانو د خوندېتوب کمېټې رئیس نجیب شریفي

هغه زیاته کړه: " په ۲۰۱۹ کال کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي په کچه کې ۱۳ فیصده کموالی راغلی، چې دا د خوشحالۍ خبره ده خو اوس هم دا یو جدي ستونزه ده، همداشان په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې ۴۰ رسنۍ د مالي ستونزو له امله تړل شوي خو ۲۵ نورې تازه رامنځته شوې دي."

د ښاغلي شریفي په خبره، په ۲۰۱۹ کال کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۵ پېښې ثبت شوي، چې د وژنو، ټپي کېدو،یرغمل کېدو، ګواښونو او لنډ مهاله نیونې ډولونه په کې شامل دي.

نوموړي وايي، په ۱۰۵ ثبت شویو پېښو کې ۵ د وژنې او ۱۸ یې د ټپې کېدو او نور یې د تاوتریخوالي د نورو ډولونو دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه کميتې د راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۱۷ خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي وه.

د افغانستان د خبریالانو د خوندېتوب کمېټې رئیس وايي، په ۲۰۱۹ کال کې دوه خبریالان د طالبانو لخوا، یو یې د داعش ډلې او دوه نورې یې د زور واکو لخوا وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د خبریالانو د خوندېتوب کمېټه په خپل کلني راپور کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي د راکمېدو خبره کوي خو یو شمېر افغان خبریالان اوس هم روان وضیعت د اندېښنې وړ بولي.

یو شمېر افغان خبریالان

افغان خبریال وسیم وصال وايي: " په ۲۰۱۹ کال کې د خبریالانو پروړاندې ستونزې ډیرې وې، تر بل هر وخت کابل او په ټوله کې افغانستان نا امنه شوی، خبریالان له ډیرو ستونزو سره مخ دي، زموږ کارونه له ډیرو سختو ستونزو سره مخ دي موږ نشو کولای سمه اطلاع رسونه وکړو. "

افغان خبریال جاوید ارزومند وویل: "د تاوتریخوالي د راکمېدو کچه څه معنی؟ موږ به هغه وخت باور وکړو چې په افغانستان کې هیڅ خبریال ونه وژل شي، افغانستان د خبریالانو لپاره خوندې هېواد نه دی او په خپل کار کې ځان هیڅ خوندې نه احساسوو. "

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت که څه هم د رسنیو په برخه کې خپارل شوي ارقام له حقیقت لرې نه ګڼې خو ټینګار کوي، چې یاد وزارت د رسینو د ملاتړ په برخه کې لاس تر زنې نه دی ناست.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د نشراتو د برخې مرستیال سید اقا فاضل سانچارکي

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د نشراتو د برخې مرستیال سید اقا فاضل سانچارکي د یک شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: " هغه ارقام چي خپاره شوي له بده مرغه له حقیقت څخه لرې نه دي خو برعکس بیا له دې زیاتو کسان وزارت ته د نویو رسنیو د جوړېدو لپاره مراجعه کړې چې موږ یې هم په ورین تندي هرکلی کوو. "

په افغانستان کې په خصوصي ډول رسنیز فعالیتونو په دغه هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو ورسته زیات شول، مخکې تر هغې یوازې دولتي رسنۍ فعالې وې.