د امریکا د استازو جرګې د ټرمپ استیضاح ته رأیه ورکړه

ټرمپ چې د امریکا ۴۵ ولسمشر دی، درېیم ولسمشر دی چې استیضاح کېږي.

د امریکا کانګرس استازو جرګې بېګا ناوخته د ولسمشر ډونالد ټرمپ استیضاح ته رأیه ورکړه او دغه پروسه به اوس رسماً د سنا جرګه مخ ته وړي.

ټرمپ چې د امریکا ۴۵ ولسمشر دی، درېیم ولسمشر دی چې استیضاح کېږي.

ټرمپ چې له صلاحیت څخه د ناوړه استفادې او د کانګرس د مخنیوي په دوو، مواردو تورن شوی، د دواړو تورونو په خاطر د استازو جرګې چې ډیموکراتان په‌کې اکثریت دي، د هغه د استیضاح لایحه تصویب کړه.

ټرمپ چې د جمهوري غوښتونکو په ګوند پورې تړلی، رسماً تورن شوی چې له یوه بهرني متحد څخه‌یې د مرستې د غوښتنې له امله د خپلو د ولسمشرۍ له صلاحیتونو ناوړه استفاده کړې ده.

دغه قضیه پر اوکراین راڅرخي چې هغه د ۲۰۲۰ میلادي کال د ولسشمرۍ تر انتخاباتو مخکې د خپل سیال د ډیموکراتانو د احتمالي کاندید او پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن او د هغه د زوی په اړه ورڅخه د تحقیقاتو غوښتنه کړې وه.

په دوهم مورد کې ټرمپ تورن دی چې د استیضاح لپاره په روانه پلټنه کې یې هغه په زرګونه اسناد دې جرګې ته نه‌دي سپارلي چې ورڅخه‌یې د حقایقو په موندلو کې د ورسپارلو غوښتنه کړې وه او هم‌یې شاهدان نه‌دي ورپرېښي چې په دې اړه د ځانګړو کمېټو له‌خوا جوړو شویو استماعیه غونډو کې ګډون وکړي.

ټرمپ په مشیګان کې د کمپاین په یوه غونډه کې وویل چې ډیموکراتان هڅه کوي د امریکایي په سلګونه میلیونو مل‌تپالو رأیې باطلې کړې. د هغه اشاره د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته وه چې ده ګټلي و.

ټرمپ خپلو پلویانو ته وویل، داسې احساس نه‌کوي چې دوی دې استیضاح شوي وي.

له دې مخکې ټرمپ د استیضاح څېړنه د جادوګرانو تعقیب او د کانګرس د کمېټو له‌خوا د شاهدانو استماعیه غونډې نمایشي محکمه بللې وې.

د ټرمپ د استیضاح دغه تصویب شوې لایحه به چې د هغه د محاکمه کولو معادل دی، اوس سنا جرګې ته ځي چې ټاکل شوې په راروانې جنوري میاشت کې په دې اړه رسمي پروسه پیل کړي. د دغې پروسې مشري به د امریکا قاضي‌القضات جان رابرټس کوي.

په عین حال کې د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د ټرمپ د استیضاح لپاره لایحې ته له رأی ورکولو څو دقیقې وروسته دا ونه‌ویل چې کله به دغه لایحه سنا ته استوي.

هغې په دې اړه چې له دې جرګې به څوک د څارنوالانو په توګه سنا ته استوي چې هلته د ټرمپ محاکمه مخ ته یوسي، وویل چې تر اوسه دغه کسان نه‌دي ټاکل شوي او هغه په دې پورې اړه لري چې سنا دغه محکمه څه ډول مخ ته وړي.

د دې لپاره چې ټرمپ له قدرته لیرې شي، د سنا جرګې دوه درېیمه برخه غړي یې باید هغه مجرم وپېژني، خو دې ته په پام چې په سنا کې جمهوري غوښتونکي اکثریت دي، ښایي ټرمپ ته برائت ورکړل شي.