هېواد: افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمول، پر جګړه اغېز نه‌شي کولای

ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو نن تر ډېره خپلې سرلیکنې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو او له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د ناڅاپي وتو پر اغېز لیکلې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح نادولتي ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د یوې پوښتنې په مطرح کولو سره لیکلي"ایا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نظر یووالي ته رسېږي؟"

ورځپاڼه لیکي، معلومه نه‌ده چې په اووه ولایتونو کې د رأیو بیا شمېرنه او څېړنه به د ټاکنو بحران پای ته ورسوي او که د سرمقاله لیکونکي په خبره له دې به هم پېچلې مرحلې ته ولاړ شي.

سرمقاله لیکونکی زیاتوي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې او ځیني کمېشنرانو وړاندې ویلي چې د رأیو تر بیا شمېرنې وروسته به، لومړنۍ پایلې اعلان کړي او که داسې وشي، د ۳۰۰ زره رأیو د برخلیک په اړه پرېکړه به د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر غاړې شي.

د ورځپاڼې له قوله، د ټاکنو خپلواک کمېسیون لویه ستونزه د کمېشنرانو ترمنځ د نظر د یووالي نشتوالی دی، خو ښکاري چې مشره‌یې غواړي کمېسیون له دې جنجال خلاص او په دې اړه پرېکړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته پرېږدي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم د ټاکنو په اړه بحث کړی او لیکي، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې نه‌یوازې دا چې افغانان اندېښمن کړي، بلکې نړیواله ټولنه‌یې هم د دې هېواد د وضعیت په اړه اندېښمنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د امنیت شورا په غونډه کې له نوماندانو غوښتي چې پایله ومني او اجازه ورکړي چې نوی حکومت جوړ او د سولې لپاره هڅې چټکې کړي.

د ورځپاڼې له قوله، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د ملګرو ملتونو نظر واوري او د دې بهیر د لا چټکتیا لپاره لاس په کار شي.

ورځپاڼه زیاتوي، کمېسیون باید اوسني وضعیت ته پام وکړي او د کار پایلې یې باید داسې نتیجه راوباسي چې دا بهیر لا نور اوږد نه‌کړي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې هم په خپله سرلیکنه کې لیکلي، د ټاکنو لانجې ختمېږي.

ورځپاڼه لیکي، د ټاکنو د قانون او طرزالعملونو او لایحو له مخې، کمېسیون د رأیو د بیا شمېرنې او څېړنې او د هغې د پایلو له جمع‌بندۍ وروسته، د ټاکنو د پایلو پر اعلان مکلف کړی دی او باید دا کار وکړي.

د ورځپاڼې له قوله، که ټاکنیز ټیمونه اعتراض لري، باید د قانون او اصولو له مخې یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لارې وڅېړي او له دې نور زیات د لومړنیو پایلو د اعلان پر وړاندې خنډ جوړ نه‌کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه له افغانستان د امریکايي عسکرو وتو ته ځانګړې کړې او لیکي، د امریکايي ځواکونو کمول، پر جګړه اغېز نه‌شي کولای.

ورځپاڼې د امریکايي سناتور لېندسي ګراهام څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، د افغانستان په ګاونډ کې ترهګرې ډلې پیاوړې شوي او په داسې یو حالت کې په ناڅاپي ډول د ټولو امریکايي عسکرو وتل، ښې پایلې نه‌لري.

ورځپاڼه زیاتوي، امریکا په ستراتېژیکه او امنیتي برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ سندونه لري او د نږدې ۴۰۰۰ عسکرو کمول، افغانستان د نا امنۍ کندې ته نه‌شي ټېل وهلی، بلکې افغان ځواکونه د هغوی ځای ډکولای شي، هغه ډول چې د نږدې سل زره بهرنیو عسکرو له وتو وروسته‌یې دا تشه ډکه او د ټول امنیت مسؤلیت‌یې ومانه.