طالبان: خوندي ځای ته د طالب بندیانو رسېدو سره به د پوهنتون استادان خوشي کړو

ولسمشر محمد اشرف غني پرون د امریکايي پوهنتون د دغو استادانو د خوشي کولو په بدل کې له بګرام زندان څخه د انس حقاني او د طالبانو ډلې دوو نورو غړو عبدالرشید عمري او مالي خان د ازادولو اعلان وکړ.

طالبان وايي، د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه استادان به هغه مهال ازاد کړي چې انس حقاني، عبدالرشید عمري او حاجي مالي خان یوه خوندي ځای ته ورسېږي.

د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د طالبانو د دغو درېیو مهمو غړو د ازادولو د پرېکړې له اعلانه نږدې ۲۴ ساعته تیریږي، خو طالبان وايي، تراوسه هغوی ته لاسرسی نه دی پیدا کړی.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي ازادي راډيو ته وویل، د امریکايي پوهنتون دوه استادان به هغه مهال ازاد شي چې د دوی درې زندانیان یوه ځانګړي خوندي ځای ته ورسېږي.

خو طالبانو ته نږدې سرچینې او سیاسي کارپوه وحید مژده چې د طالبانو فعالیتونه له نږدې څاري وايي، کوم اطلاعات چې دوی ته رسېدلې ویل کېږي چې دغه درې طالب بندیان ازاد شوي او قطر ته رسېدلې دي.

ښاغلي مژده وویل: "ترکومه ځایه چې زه معلومات لرم او حتی یو غږیز پیغام مې واورېده، دغه درې طالب زندانیان قطر ته رسېدلي دي او کوم څه چې مې له یو شمېر سرچینو اورېدلې، دوه امریکايي استادان هم امریکایانو ته سپارل شوې دي."

د افغانستان جمهوري ریاست، ملي امنیت شورا او د ملي امنیت عمومي ریاست د حقاني شبکې د دغو زندایانو د ځای ځایګۍ په تړاو له څه ویلو ډډه کوي.

د طالبانو ویاند دا هم وویل چې د دغو زندانیانو خوشي کېدو سره به ممکن د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات بیا ځلې پیل شي.

نوموړي دغه شان وویل چې د حکومت له لوري د دغو زندانیانو خوشي کېدل به د سولې په مذاکراتو مثبتې اغیزې ولري.

په همدې حال کې د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وايي،د دغو درېیو زندانیانو خوشي کېدل د سولې مخامخ خبرو اترو لپاره زمینه برابروي.

ښاغلي صدیقي وویل: "دا د زمینې برابرولو لپاره ښه فرصت دی، ترڅو د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ خبر اترې وشي او تاوتریخوالۍ ودرول شي."

خو طالب ویاند وايي، کله چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور پای ته ورسېږي دغه ډله به له کورنیو اړخونو سره خبرو ته کیني.