د بشر حقونو کمېسيون: د ۱۳۹۸ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۱۶۱۱ ملکي افغانان وژل شوي

ارشیف

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ لمریز کال د لومړیو شپږ میاشتو راپور ښيي چې په دغه موده کې په جګړو او بېلابېلو امنیتي پېښو کې ۱۶۱۱ تنه ملکیان وژل شوي او ۴۸۷۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه راپور ښیي چې په دې کې ښځې، ماشومان او نارینه شامل دي.

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د تلې ۲۹» د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې دا شمېرې د ۱۳۹۷ لمریز کال د همدې مودې په پرتله ۸،۳۶ سلنه زیاتوالی ښیي.

ده وویل: "د ملکي وګړو ټوله مرګ ژوبله ۶۴۸۷ تنه دي چې له دې ډلې ۴۱۷۶ نارینه ۵۷۶ ښځې او ۱۶۳۴ ماشومان وژل شوي او یا ټپیان شوي، خو د ۱۰۱ تنو نورو وژل شویو جنسیت له کمېسیون سره نه‌دی ثبت شوی."

راپور ښیي چې له ټولې ملکي مرګ ژوبلې څخه ۷۵ سلنه‌یې د طالبانو له‌خوا، ۳ سلنه‌یې د داعش ډلې، ۱۱ سلنه‌یې د دولت د ملاتړو ځواکونو، ۱۰ سلنه د نامعلومو لورو او پاتې شمېر ملکي مرګ ژوبله په کونړ ولایت کې د پاکستاني ځواکونو د راکټي حملو له امله رامنځته شوې ده.

دغه ارقام د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو له لوري راټول شوي دي.

تر دې وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یوناما هم د اکټوبر په ۱۷مه په یوه راپور کې د ملکي تلفاتو د بې‌ساري لوړېدو خبر ورکړی و.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته په یوه پیغام کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دغه راپور رد کړ او د مرګ ژوبلې پړه‌یې پر بهرنیو او افغان ځواکونو واچوله.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزي وویل چې افغان ځواکونه په خپلو عملیاتو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته پوره پام کوي او هڅه‌یې دا ده چې د دوی په عملیاتو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله وانه‌وړي، خو د ملکیانو د مرګ ژوبلې پړه‌یې پر طالبانو واچوله.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ادارې مشر عزیز احمد تسل وايي، په جګړه کې د ښکېلو غاړو ناوړه پالېسۍ د دې لامل شوې چې ملکي تلفات زیات شي.

نوموړي زیاته کړه: "غلطې پالېسۍ د دې لامل شوي چې ملکي تلفات زیات شي، همدارنګه ښکېلې ډلې د جګړې قوانین نه‌مراعتوي او جګړه ښارونو ته رسېدلې، د مخنیوي لپاره‌یې اړینه ده چې د جګړې لوری بدل او جګړه ودرول شي."

دغې ادارې د افغانستان د جګړو له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د ملکي مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

د ملکي مرګ ژوبلې تازه بېلګه د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې کلي په جومات کې د تېرې جمعې پېښه وه چې د ماشومانو او سپین ږیرو په شمول ۷۳ تنه په‌کې ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.

د دغې پېښې نوعیت نه‌دی معلوم شوی او نه‌یې چا مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.