د رأی اچونې مرکزونو، محلونو او د رأی ورکوونکو شمېر اعلان شو

په کندهار کې د پارلماني انتخاباتو پر مهال رأی اچونه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په یوه علني جلسه کې د ۱۳۹۸ کال د انتخاباتو لپاره د رأی اچونې مرکزونه، محلونه او د رأی ورکوونکو شمېرې تصویب کړې.

دغه کمېسیون وايي چې د ۱۳۹۸ کال انتخاباتو کې د کوچیانو او سېکهانو په شمول نهه میلیونه شپږ لکه ۶۵ زره ۷۴۵ په شرایطو برابر کسان ګډون کولای شي.

د دغه کمېسیون چارواکو د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۷» په یوه علني غونډه کې دغه شمېرې تصویب کړې او ویې‌ویل چې په دغو کسانو کې ۶۳۳۱۵۱۵ نارینه او ۳۳۳۴۲۳۰ ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د انتخاباتي مرکزونو په اړه وویل: "ټول مرکزونه ۵۳۷۳ دي چې ۲۹۵۸۶ محلونه کېږي، په دغو مرکزونو او محلونو کې به انتخابات ترسره کېږي."

د دغه کمېسیون چارواکي وايي چې په دغه محلونو کې ۱۸۴۶۷ د نارینه‌وو او ۱۱۱۱۹ د ښځو محلونه شامل دي.

د دغه کمېسیون مسؤلین زیاتوي چې د هر محل د رأی ورکوونکو لېستونه به په وېب‌سایټ کې خپاره او مرکزونو ته به ولېږل شي.

له اټکل سره سم په هر محل کې ۴۰۰ تنه کولای شي چې رأیه وکاروي.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه کېږي چې د کمپاینونو لړۍ یې روانه ده.

بل‌خوا د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه که څه هم د دغه اقدام هرکلی کوي، خو وايي چې د پخوانۍ ارزونې له مخې ممکن ۳۰ فیصده خلک له رأی اچونې محروم شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "مرکزونه ټول‌شموله نه‌دي، د کمېسیون له لوري د ۷۰۵۰ په شااوخوا کې د مرکزونو ارزونه ترسره شوې وه، دا چې شمېر یې ۵۳۷۳ ته راښکته کېږي، دا ښیي چې د ۳۰ فیصده په شااوخوا کې، مرکزونه تړلي پاتې کېږي چې دا د انتخاباتو شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي، ۹،۶ میلیونه دا لوی رقم دی، موږ په دې باور نه‌لرو چې دومره وګړو به په دغه نوم‌لیکنه کې ګډون کړی وي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د امنیتي وضعیت په ښه کېدو سره به ممکن یو شمېر نور مرکزونه هم پرانیستل شي.