جنرال مارک میلي: له افغانستانه بې وخته وتل به «ستراتیژیکه تېروتنه» وي

جنرال مارک میلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د لویو درستیزانو کمېټې ته کاندید دی

په‌داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې یوې موافقې ته د رسېدو لپاره د امریکا او طالبانو په خبرو کې د بنسټیز پرمختګ ادعا کېږي، د امریکا د پوځ یو جګ‌پوړی جنرال وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو بې وخته وتل به یوه ستراتیژیکه سهوه وي.

جنرال مارک میلي چې د پوځ د لوی درستیز مقام ته د ولسمشر ډونالډټرمپ کاندید دی پرون د پنجشنبې په ورځ د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته د وینا پرمهال دا څرګندونې وکړې.

میلي یادونه وکړه چې د ده په باور د افغانستان جګړه به بالاخره له طالبانو سره د خبرو له لارې حل کېږي او زیاته یې کړه، په‌دې هڅو کې ځینې پرمختګونه شوي دي.

امریکايي چارواکو له دې مخکې ویل چې په افغانستان کې د تروریستي ډلو ګواښ لاهم شته دی.

په همدې حال کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرون د پنجشنبې په ورځ د فاریاب په مرکز میمنه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، اسلامي دولت ډله داعش نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې لپاره یو ګواښ دی.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر

مېلر زیاته کړه:"داعش نړۍ ته یو ګواښ دی او په یقین سره چې سیمې ته هم ګواښ کوي. موږ د داعش ډلې له پلوه خورا زیاته اندېښنه لرو او ځکه مو له افغان ځواکونو سره په ګډه د دې ډلې پرضد یولړ اقدامات کړي دي."

د امریکا متحدایالات اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره سرتېري لري.

طالبان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي او دا هغه موضوع ده چې څو - څو ځلي امریکايي چارواکو او طالبانو په قطر کې خبرې پرې کړې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د خبرو وروستی پړاو تر ټولو اغېزمن او ګټور بللی.

خلیل‌زاد ویلي چې د سولې په خبرو کې د څلور شاملو موضوعاتو:

  • د ترورېزم پرضد د مبارزې د ضمانت.
  • د نړیوالو ځواکونو د وتلو.
  • په بین الافغاني خبرو کې ګډون.
  • او د یوه پراخ او دوامدار اوربند په برخو کې بنسټیز پرمختګ شوی دی.

طالبانو هم له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې د پرمختګ خبره کړې ده.

Your browser doesn’t support HTML5

پامپیو د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې سولې ته هیله‌مند دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېر جون میاشت کابل ته د سفر پرمهال ویلي و چې دی هیله من دی چې د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو به د سېپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې موافقه شي.