د انتخاباتي کمېشنرانو په توګه د یو شمېر نوماندانو ټاکل او په اړه‌یې اندېښنې!

د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د لوړې مراسم

د افغانستان په انتخاباتي کمېسیونونو کې د کمېشنرانو په توګه د ولسي جرګې د یو شمېر نوماندانو ټاګل، پر انتخاباتو د څار د بنسټونو او یو شمېر خلکو اندېښنې راپارولې دي.

وروسته له هغې چې د افغانستان په انتخاباتي کمېسیونونو کې د کمېشنرانو په توګه د ولسي جرګې یو شمېر نوماندان وټاکل شول پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، اندېښنه شته چې دغه کسان به له خپلو اوسنیو مؤقفونو څخه په ګټې اخیستنې د ځانونو لپاره کار وکړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا د فیفا اجرائيوي مشر یوسف رشید د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۵» ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنران قطب‌الدین رویدار او محمد یونس طغرا له کابله د ولسي جرګې انتخاباتو ته نوماندان دي چې لا هم د دغه ولایت د انتخاباتو وروستۍ پایلې نه‌دي اعلان شوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائيوي مشر یوسف رشید

ښاغلي رشید زیاته کړه:

"درې کسان چې دوه‌یې د شکایتونو کمېسیون او یو بل کس په انتخاباتو کمېسیون کې دي، دوی مخکې د ولسي جرګې د انتخاباتو نوماندان وو او تقریباً معترض هم وو، نو اوس چې دوی کمېسیونونو ته د کمېشنرانو په توګه راغلي، دوی باید د ولسي جرګې د انتخاباتو له نوماندۍ خپله استعفا اعلان کړي، په‌داسې حال کې که دوی بریالي هم شي باید خپل دریځ اعلان کړي ځکه په‌دې اړه له موږ او خلکو سره اندېښنه موجوده ده."

یاد شوي کسان که څه هم د ولسي جرګې په لومړنیو پایلو کې بریالي نه‌دي اعلان شوي، خو پر انتخاباتو د څار بنسټونو او د یو شمېر خلکو وړاندوینه دا ده چې دوی به ولسي جرګې ته د رسېدو په هدف د ځانونو په ګټه کار وکړي.

په دې اړه نور: د ولسمشرۍ ۱۷کاندیدانو پرون د انتخاباتي کمېسيونونو کميشنرانو ته رأیې ورکړې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارکوونکو هم یادې مسئلې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې دا موضوع د اندېښنې وړ ده.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په‌دې اړه له یادو کسانو سره خبرې وکړي، خو درې واړو سره په اړیکو نیولو بریالۍ نه‌شوه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات هم په‌دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

ټاکل شوې وه چې نن چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د کب ۱۵» د اساسي قانون له مخې د نوې ملي شورا پرانېسته وشي، خو دغه چاره د افغان ولسمشر له لوري وځنډېده.

راپورونه وايي چې ملي شورا به د ولسي جرګې د وروستیو پایلو له اعلان وروسته د نویو وکیلانو سره پرانیستل شي.

د انتخاباتي کمېسیونونو نوي غړي وروسته له هغې معرفي شول چې د دغه کمېسیونونو پخواني کمېشنران د انتخاباتو د نوي قانون د توشېح پر اساس له دندو لیرې شول.

له دې سره د افغان حقوق‌پوهانو له ډلې کبیر رنجبر ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې دغه کسان که راتلونکي کې هم بریالي اعلان شي، د قانون له مخې اجازه نه‌لري چې په عین وخت کې په دوو ځایونو کې کار وکړي.

افغان کارپوه کبیر رنجبر

ښاغلي رنجبر زیاته کړه:

"قانون اجازه نه‌ورکوي چې په عین وخت کې دې یو کس دوه دندې ترسره کړي، دوی خو لا قانون مات کړی نه‌دی، دوی یوازې ځان ته دندې انتخاب کړي، خو که په راتلونکي کې دوی بریالي هم شي، نو قانون ورته اجازه نه‌ورکوي چې د ولسي جرګې غړيتوب هم ولري."

د افغانستان د ازادو او عادلانو انتخاباتو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید په ټینګار سره انتخاباتي کمېسیونونو ته د کمېشنرانو په توګه د ولسي جرګې د دغه معرفي شویو نوماندانو څخه غوښتنه کوي چې باید د هېواد اساسي پرنسېپونو ته درناوی وکړي او ورسپارل شوې دندې د ځان په ګټه استعمال نه‌کړي.

راپور: فېروزه عزیزي