د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

د انتخاباتو د کمېسیون نوې مشره وایي، اصلاحات به د دې د کار مهم لومړیتوب وي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نوې مشره وايي چې په کمېسیون کې اصلاحات به د دې د کار مهم لومړیتوب وي.

حوا علم نورستانۍ لومړنۍ مېرمن ده چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مشرې په توګه غوره شوې، د ټولو ولایاتو په کچه په دې کمېسیون کې د اصلاحاتو پر اړتیا ټينګار کوي.

مېرمن نورستانۍ ازادي راډیو ته وویل چې د اصلاحاتو لپاره هڅې به په همغږۍ سره پر مخ ولاړې شي.

هغې په نږدې راتلونکي کې د کمېسیون د مهمو لومړیتوبونو یادونه وکړه او زیاته‌یې کړه:

"زموږ پلان دا دی چې هر څوک، ولو که د کمېسیون لپاره ډېر مؤثر غړی هم وي، که په فساد کې ککړ وي، د هغه شتون په داسې یو کمېسیون کې ضرور نه‌دی، د اصلاحاتو تر څنګ د کابل په ګډون د ۱۵ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو نتیجو اعلان دی چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون کار پرې کوي."

د رأیو صندوقونه
د رأیو صندوقونه

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشرې چې د سې شنبې په ورځ د کب په ۱۴مه‌یې خپل کار پیل کړ، همداراز وویل چې په راروانه چنګاښ میاشت کې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره کافي وخت شته.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات نږدې څلور نیمې میاشتې وروسته ترسره شي.

یو دلیل چې په وري یا حمل میاشت کې یې پلان شوي انتخابات تر چنګاښ یا سرطان پورې وځنډول، د لازمې بودجې نشتوالی بلل شوی.

مېرمن نورستانۍ وايي، د کمېسیون نوی مشرتابه به هڅه وکړي چې دا بودجه له نړیوالو مرستندویانو ترلاسه کړي.

دا وایي:

"د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره به خپل پلان جوړوو، د بودجې او امکاناتو لپاره او د ستونزو د لیرې کولو لپاره به کار پیلوو، تر اوسه خو موږ نوي راغلي یوو، لا نه‌پوهېږو چې دې انتخاباتو ته بودجه شته که نه، دمخه خو کمېسیون ویلي وو چې د انتخاباتو لپاره کومه بودجه چې باید نړیوال‌یې ورکړي، نه‌لرو."

د ولسي جرګې له انتخاباتو وروسته چې په ترڅ کې یې د پراخو درغلیو او سرغړونو راپورونه ورکړل شول، د انتخاباتو تمویلوونکو د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لګښتونو د تمویل لپاره د هېڅ‌راز مرستې ژمنه نه‌وه کړې، خو د سې شنبې په ورځ د افغانستان د انتخاباتو د ملاتړ ډلې «ESG» د انتخاباتو د مسؤلو کمېسیونونو د رئیسانو او کمېشنرانو د غوره کولو هرکلی وکړ.

دې ډلې د دواړو کمېسیونونو پر غړو غږ وکړ چې ورسپارل شوي جدي مکلفیتونه او دندې خلکو ته د خدمت، د مسلکي چلند او یووالي په روحیه او د بې‌پري توب اصل ته په پام سره ترسره کړي.

د انتخاباتو د ملاتړ په ډله کې د اروپايي ټولنې، استرالیا، جاپان، امریکا، ناټو او ملګرو ملتونو په ګډون، د افغانستان د انتخاباتو ډېر مهم ملاتړ کوونکي شامل دي.

دې ډلې همداراز د افغانستان له انتخاباتي کمېسیونونو غوښتي دي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستي نتایج ژر تر ژره اعلان کړي او د راروانو انتخاباتو لپاره پوره تیاری ونیسي.

XS
SM
MD
LG