د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

د انتخاباتو کمېسیون: حکومت دې نوي کمیشنران ژر را معرفي کړي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له حکومته غواړي چې د انتخاباتي کمېسیونونو نوي کميشنران ژر معرفي کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو له خوا د انتخاباتي کمېسیونونو د کميشنرانو لپاره تر رأیې ورکونې او د ۱۴ ډېرو رأیو ګټونکو کسانو د نوملړ تر خپروېدو وروسته، اوس د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له حکومته غواړي چې دغه کميشنران ژر معرفي کړي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کميشنرانو په نه موجودیت کې د دغه کمېسیون ځیني کارونه او د پاتې ولایتونو د وروستیو پایلو د اعلانولو بهیر له ستونزو سره مخ دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات

نوموړي وویل:

"د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دې نوي کميشنران معرفي شي چې وکولی شو، د پاتې ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړو او د دې ترڅنګ هغه فعالیتونه چې د ولسمشریزو انتخاباتو، ولایتي شورا، د ولسوالیو شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو اړوند دي، مخ ته لاړ شي."

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د ولسمشریزو انتخاباتو اولسو نوماندانو د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره کمیشنرانو ته رأیې ورکړې.

سید عصمت الله مل، مولانا محمد عبدالله، محمد قاسم الیاسي، اورنګزېب، مسافر قوقندي، حوا علم نورستانۍ، حبیب الرحمان ننګ، محمد یونس طغرا، چمن شاه اعتمادي، محمد ذاکر ذکي، محمد حنیف دانشیار، ګیتي، زهره بیان شینوارې او سید قطب الدین رویدار هغه کسان دي چې تر ټولو زیاتې رأیې یې ګتلې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د قومي او جنسیتي ترکیب په نظر کې نیولو سره د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د نويو کميشنرانو وروستی نوملړ به ډېر ژر اعلان کړي.

ښاغلي غني د حوت په ۲۳مه ڼېټه د یو فرمان په صادرولو سره د انتخاباتو قانون تعدیل کړ چې د له مخې یې د دارالانشاګانو دوه رئیسان او د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره ۱۲ کميشنران عزل شول.

افغان ولسمشر دا اقدام د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو له امله تر شدیدو انتقادونو وروسته وکړ.

له دې سره پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وایي چې د انتخاباتي کمېسیونو د کميشنرانو په توګه نویو کاندیدانو ته د رأیې ورکولو په پروسه کې وړتیاوې نه، بلکې اړیکې او ائتلافونه په پام کې نیول شوي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید اندېښنه ښيي او وایي چې ممکن دا شان غوراوی په کمېسیونونو کې د انتخاباتي ټکتونو د نفوذ لامل وګرځي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

​ده وویل:

"که انتخابات د وړتیاوو پر بنسټ شوي وای، زموږ اندېښنه به کمه وه، خو دا چې له وړاندې په څېرو جوړجاړی شوی، زموږ اندېښنه ده چې ښایي دا سبا ورځ د کمېسیون په کارونو کې د انتخاباتي ټکټونو د نفوذ لامل وګرځي."

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د انتخاباتو اړوندو مدني ټولو له خوا له معرفي شویو ۱۵ کسانو یوازې دوه کسان د ډېرو ګټونکو رأیو په نوملړ کې راغلي دي.

د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش بیا د شنبې په ورځ په یوه ناسته کې ویلي چې د انتخاباتي کمېسیونونو د نویو کميشنرانو د غوراوي لپاره د ولسمشرۍ د نوماندانو له خوا د رأیې ورکونې پروسه شفافه وه.

حکومت، سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې تمه لري چې نوي غوره شوي کميشنران روڼوالي، د قانون عملي کېدا او د خلکو رأیو ته درناوی وکړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG