هند او پاکستان په ملګرو ملتونو کې یو او بل د ترورېزم په ملاتړ تورن کړل

هند پاکستان د ترورېزم په پاللو تورن کړ خو پاکستان هند تورن کړ چې له ترورېزم څخه د یوې دولتې حربې یا وسلې په توګه کاراخلي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراچ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په یوه تونده وینا کې تور ولګاوه چې پاکستان تروریستان ساتي.

مېرمن سواراج پرون شنبه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې دا خبره رد کړه چې ګنې هند له پاکستان سره د سولې خبرې سبوتاژ کوي، ویې ویل چې دا بیخي درواغ دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې دې حقیقت ته اشاره وکړه چې اسامه بن لادن مخکې تر دې چې د امریکا ځانګړي ځواکونه ومومي او ووژني، په پاکستان کې اوسېده.

دې همداراز وویل چې د هند د مومبی د ۲۰۰۸ کال د حملې چې ۱۶۸ تنه پکې ووژل شول، اصلي طراح لا هم د پاکستان په کوڅو او واټونو کې بېغمه چکر وهي.

مېرمن سوارج ملګرو ملتونو ته وویل:

سوشما سواراج

"زموږ په مورد کې ترورېزم په کومه لېرې سیمه کې نه روزل کېږي؛ بلکې له پولې پورې خوا ته په لوېدیځ کې مو روزل کېږي."

د هند د بهرنیو چارو وزیرې له وینا څو ساعته وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې هند تورن کړ چې تروریستان مالي تمویلوي او ویې ویل دې هېواد تر سولې سیاست ته ترجیح ورکړې ده.

د هند د مومبی د حملې د اصلي طراح په اړه قریشي د مېرمن سواراج د تورونو په اړه وویل چې په دې اړه کافي شواهد نشته چې د مومبی په حملو کې مشکوک ونیسي.

قریشي وویل، پاکستان له هغه ترورېزم سره مخامخ دی چې زموږ ختیځ ګاونډی یې مالي تمویلوي، اسانتاوې ورته برابروي او تنظیموي یې.

شاه محمود قریشی

هغه په پېښور کې پریوه پوځي ښوونځي د ۲۰۱۴ کال د حملې په ګډون چې له ۱۵۰ زیات ماشومان پکې ووژل شول، د پاکستان په خاوره کې د سخت دریځو له خوا حملو ته اشاره وکړه او زیاته کړه چې دا د هغو تروریستانو له خوا شوې وه چې هند یې ملاتړ کوي.

په پام کې وه چې د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوارج او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډو په څنګ کې سره وویني.

خو هند دا غونډه له اعلانه یوه ورځ وروسته په دې خاطر لغوه کړه چې په لانجمن کشمیر کې یو هندي پوله ساتی ووژل شو.

هند او پاکستان چې ترمنځ یې اړیکې تل ترینګلې دي، اکثره وختونه د دواړو ترمنځ د دې سیمې د کنټرول لاین په اوږدو کې شخړې راپورته شوې چې په اړیکو کې یې کړکېچ لا زیات کړی دی.

قریشي وویل چې دا درېم ځل دی چې د هند اوسنی حکومت له پاکستان سره خبرې د کمزورو دلایلو له امله لغوه کوي.