د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

ملي ارمان: سوله له عدالت پرته ارزښت نه لري


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، سوله له عدالت پرته ارزښت نه لري.

ورځپاڼې لیکلي، د افغان جنګ د ځمکې پرسر د معاصر تاریخ تر ټولو اوږده جګړه شوه چې هره ورځ له خلکو قرباني اخلي او له دې امله چې ښکېلې خواوې په پردیو پورې تړلي دي پای ته نه رسېږي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، په دغه هېواد کې ښکېل پردي لاسونه هېڅکله هم نه‌دي حاضر چې د سولې د راتګ لپاره څه اقدامات وکړي او یا لاس په کار شي.

د مطلب په دوام لیکل شوي، څو کاله کېږي چې د سولې د عالي شورا په نوم یو بنسټ جوړ شوی، هغه شورا چې غړي او کارکوونکي يې لوړې تنخواوې لري، خو تر اوسه نه‌دي توانیدلي چې د افغانستان د سولې په برخه کې لږ لاسته راوړنې هم ولري.

ورځپاڼې د سرمقالې په پای کې لیکلي، باورونه دا دي چې که افغان حکومت او د امریکا متحده ایالات غواړي په افغانستان کې ۴۰ کلنه جګړه پای ومومي باید په جدیت سره دا موضوع تعقیب کړي او دا چې اوس زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د سولې پروسې د چټکتیا ماموریت اخېستی دی ور سره دا هیلې هم ډېرې شوي چې ممکن په قطر کې خبرې بیا پیل او افغان حکومت د قضيې د یوه لوري په عنوان په کې د پام وړ برخه واخلي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې له قوله لیکلي چې ترورېستان په پاکستان کې امن پټن‌ځایونه او مرکزونه لري.

ورځپاڼې د دغې امریکايي مقام له قوله لیکلي، که طالبان خبرو ته کینې په افغانستان کې به دوامداره امنیت ټينګ شي، خو پاکستان باید په‌دې برخه کې خپل رول ادا کړي.

د مطلب په دوام د مېرمن ولز له قوله لیکل شوي، په افغانستان کې سوله د پاکستان له مرستې پرته ممکنه نه‌ده، خو طالبان لا هم وخت لري چې خبرو اترو ته حاضر او دواړه لوري یوې قطعي پرېکړې ته ورسېږي.

په مقاله کې وړاندې د مېرمن ولز په وینا لیکل شوي، واشنګټن حاضر دی چې د پاکستان له نوي حکومت سره مرسته وکړي او دوی د افغانستان او د سولې په اړه د عمران خان له څرګندونو ملاتړ کوي.

د مطلب په پای کې لیکل شوي چې مېرمن ولز ټینګار کړی چې د افغانستان او هندوستان تر منځ سوداګري د سولې او اقتصادي پرمختګ لپاره ډېره مهمه ده او د دې لپاره باید پاکستان هند ته اجازه ورکړي چې یو له بل سره سوداګري وکړي.

  • اصلاح

دولتي ورځپاڼې اصلاح په خپل یوه چاپ شوي مطلب کې لیکلي، د افغانستان اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د نړۍ په لومړی مقام کې ځای خپل کړ.

ورځپاڼې د ولسمشری ماڼۍ له قوله لیکلي، اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د ۱۵۰ امتیازونو څخه د ۱۳۹ امتیازونو له اخېستلو سره د نړی په کچه لومړی مقام اخېستی.

XS
SM
MD
LG