نړیوال بانک: د افغانستان اقتصادي وده د تېر کال په پرتله کمه شوې

نړیوال بانک وايي، د افغانستان اقتصادي وده په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د تېر کال په پرتله کمه شوې.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک وروستی اقتصادي راپور ښیي چې اقتصادي لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخ دي.

دغه شپږ میاشتنی راپور چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۶» خپور شو، په‌کې راغلي چې د افغانستان د اقتصادي ودې بهیر د راتلونکو انتخاباتو د متوقع پایلو، پر کاروبار د باور کموالی، پڅو اقتصادي فعالیتونو، وچکالۍ او همداراز د امنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله له ستونزو سره مخ دی.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس شوبهم چودري د سې شنبې په ورځ د دغه راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې افغان حکومت باید د اقتصادي وضعیت د مخ پر خرابېدونکي حالت مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان اقتصادي وضعیت له تېرو درېیو کالو راهیسې مخ پر ښه کېدو وو، خو اوس دغه حالات د راتلونکو انتخاباتو، وچکالۍ، نا امنۍ او بې‌باورۍ له کبله له ننګونو سره مخ دی او دا وضعیت د دواړو حکومت او خصوصي سکټور لپاره ننګونکی دی، نو ځکه موږ خپل راپور هم په دې نامه خپور کړ چې موجوده لاسته راوړنې باید پراخې وساتل شي."

د کار په لټه اوزګار افغانان ځوانان

د ښاغلي چودري په خبره دا مهال د افغانستان له نیمايي نفوس څخه زیاته برخه په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي چې د دغه وضعیت ښه کول د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت ګډ مسؤلیت دی.

د نړیوال بانک د راپور له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د افغانستان د اقتصادي وده ۲،۵ سلنه وه چې د تېر کال په پرتله ۰،۲ کموالی په‌کې راغلی.

په یاد راپور کې که څه هم دا ویل شوي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې د حکومت هڅې د پام وړ دي، خو باید دغه هڅې لا زیاتې او موجوده لاسته راوړنې دې وساتل شي.

د نړیوال بانک د اقتصادي راپور له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې هم کموالی راغلی.

د ډالرو قاچاق، وچکالي او پر ایران د امریکا تازه بندویزونه نورې هغه ستونزې بلل شوي چې د نړیوال بانک په خبره د افغانستان په اقتصادي وضعیت‌یې بد اغېز کړی او لا به‌یې وکړي.

له دې سره سره د اقتصاد وزارت بیا وايي چې تر ډېره د نړیوال بانک له ارزونو سره موافق نه‌دي.

د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن ازادي راډیو ته وویل که څه هم وچکالۍ په کرنې او په ټوله کې اقتصادي ودې بد اغېز کړی، خو وايي پر اقتصادي وضعیت د سیاسي حالاتو د اغېز په اړه څرګندونې له وخته وړاندې دي.

سهراب بهمن

نوموړي زیاته کړه:

"موږ دا منو چې د افغانستان اقتصادي وده به تر فشار لاندې وي چې یو مهم لامل‌یې وچکالي ده، خو د نورو فکټورونو په اړه چې هغه انتخابات دي څرګندونې به له وخته وړاندې وي ځکه انتخابات برعکس کولای شي له اقتصادي او سیاسي ثبات سره مرسته هم وکړي."

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وايي، روان او راتلونکی کال د افغانستان د اقتصاد لپاره مهم کلونه دي.

د ښاغلي تلاش په خبره نړیواله ټولنه او افغان حکومت باید پر هغو فکټورونو چې کولای شي په اساسي توګه د افغانستان پر اقتصادي ودې مثبت اغېز وکړي پانګونه وکړي او پرې نه‌ږدي چې سیاسي تحولات پر اقتصادي وضعیت خپل بد اغېز پرېباسي.

راپور: محمد حدیث پردېس