د ۷۰ سلنه وکیلانو کاندیدېدل، د ولسي جرګې د نصاب د کمبود لامل شوی

د افغانستان ولسي جرګه وايي چې د دې جرګې زیات شمېر غړي بیا په راتلونکو انتخاباتو کې کانديدان دي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی تأييدوي چې د دې جرګې ۷۰ په سلو کې غړي د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته نوماندان دي.

د دې جرګې مرستیال منشي عرفان‌الله عرفان ازادي راډيو ته ویلي چې د ولسي جرګې د زیاترو غړو نوماندېدل په ناستو کې د دوی د غیابت لامل شوی او دوی نه‎شي کولای پرېکړې وکړي.

ښاغلی عرفان د ولسي جرګې انتخاباتو ته نوماندېدل د دوی حق ګڼي، خو وايي چې دغه استازي د ولسي جرګې په غونډو کې حضور نه‎لري چې له امله‌يې د دې جرګې کارونه اغېزمن شوي دي.

عرفان‌الله عرفان

دی وايي:

"د ولسي جرګې په ۱۰۰ کې ۷۰ غړو اعلان کړی چې دوی نوماندان دي، پاتې نور وکیلان د یو شمېر سیاسي ستونزو له امله چې په همدوی پورې اړه لري، نه‎دي نوماند شوي، په وروستیو کې د نصاب له کمبود او د وکیلانو له نه‌موجودیت سره مخ یو او دلیل‌يې همدا دی چې دوی په انتخاباتي کارونو کې مصروف دي."

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۸مې ترسره شي.

خو د احتمالي کاندیدانو د نوم‎‌لیکنې بهیر د جوزا میاشتې په ۵مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲مې یې دوام وکړ.

همدا لامل شو چې د ولسي جرګې ډېری غړي د ولسي جرګې ناستې پرېږدي او خپلو ولایتونو ته د نوماندېدلو په هدف ورشي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر پخواني غړي او حقوقي کارپوهان وايي چې د ولسي جرګې غړي باید د دې جرګې په ناستو کې حضور پیدا کړي، څو نصاب پوره او د بېلابېلو مسایلو په اړه پرېکړې وشي.

له ډلې يې کبیر رنجبر وايي چې وکیلان باید په اخلاقي او قانوني لحاظ د ولسي جرګې په ناستو کې برخه واخلي.

کبیر رنجبر

​ښاغلي رنجبر زیاته کړه:

"پیسې هم اخلي او خلکو چې پرې باور کړی، نو باید دوی د ولسي جرګې په غونډو کې موجود وي، کار وکړي، قوانین تصویب کړي او د هېواد د لویو ستونزو په حل کې برخه واخلي، دوی د دې کارونو پر ځای په انتخاباتي کمپاینونو بوخت دي او له رسمي وخته خپله شخصي ګټه اخلي او دا خپله یو جرم دی."

د ولسي جرګې په ناستو کې د وکیلانو غیر حاضري او د نصاب کمبود هغه ستونزې دي چې د دې جرګې د اداري پلاوي په وینا د قوانینو د تصویب او نورو پرېکړو په وړاندې يې تأخیر رامنځته کړی دی.

که څه هم د ولسي جرګې اداري پلاوي بار بار د دې جرګې له غړو غوښتنه کړې چې باید د جرګې غونډو ته حاضر شي، خو خلک شکایت کوي چې د دوی استازي زیاتره د خپلو شخصي ګټو په غم کې دي.

همدا شان یوه اندېښنه دا هم موجوده ده چې د انتخاباتي کمپاینونو له رسمي پیل سره سم به د ولسي جرګې د نصاب د کمبود مسئله نوره هم جدي شي او کارونه به له ځنډ سره مخ شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام