ایا د پوهنیز بهیر د سمون په اړه د مسؤلینو ژمنې عملي شوي؟

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د حمل پر څلورمه ورځ، ۱۳۹۷ کال، د پوهنې د کال په نامه ونوماوه او پر ټولو وزارتونو او دولتي او غیر دولتي ادارو يې ټینګار وکړ چې هر ارګان دې د پوهنې د پراختیا لپاره کار وکړي.

په افغانستان کې هرکال د حمل د میاشتې په لومړیو کې د نوي تعلیمي کال د پیل پر مهال، برحال ولسمشر په سمبولیکه توګه د ښوونځي زنګ ټنګوي او د پوهنې د پراختیا، پرمختګ او په دې برخه کې د ستونزو د هوارولو ژمنې کوي، خو وروسته لیدل کېږي چې ډېری ستونزې پر خپل حال پاتې وي.

سږ کال هم د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پوهنې د ورځې په لمانځغونډه کې، د پوهنې د کمیت او کیفیت پر لوړولو تاکید وکړ او ټولې دولتي او غیر دولتي ادارې یې مکلفې کړې چې د پوهنې د سیسټم له پراختیا سره همکاري وکړي.

ولسمشر غني د کابل امانیه لېسې څخه د لیدنې پرمهال.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د ۱۳۹۷ نوی کال له پوهنې نه د ملا تړ کال اعلا نوم، ټولو وزارتونو ته مې لارښوونه داده چې له پوهنې سره هر اړخیزه مرسته وکړي او پوهنه په خپل هر پروګرام کې ځآی کړي."

خو د افغانستان ډېری خلک، ښوونکي، زده کوونکي او د زده کوونکو کورنۍ وايي، دوی هر کال دغه شان تکراري ژمنې اوري، خو عملي کېږي نه.

د افغانستان د ولسي جرګې د فرهنګي چارو رئیس کمال ناصر وصولي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د پوهنې د کمیت او کیفیت د لوړولو لپاره د حکومت هڅې کافي نه دي.

وصولي: د پوهنې وضعیت د رکود په لور روان دی.

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه له تېرو اوو کلونو راهیسې د پوهنې وضعیت یو ډول دی اوحتا د رکود په لور روان دی، ځکه، د افغانستان په دولتي ښوونځیو کې د نصاب له مخې درس نه شته، کارپوه ښوونکي نه شته، هغه څه چې له پوهنې یې غواړو، په دې وروستیو وختونو کې موږ لاس ته نه دي راوړي."

سږ کال د افغانستان د ولسمشر او د پوهنې وازرت د چارواکو یوه ژمنه داده چې په راتلونکو دوو کلونو کې به ۶۰۰۰ نوي ښوونځي جوړ کړي.

ښاغلی وصولي وايي، که د پوهنې نظام ته کافي بودجه ځانګړې نه شي، ستونزې به یې پر ځای پاتې وي.

ایا د پوهنې وزارت د ۶۰۰۰ نویو ښوونځیو د جوړولو بودجه لري؟ دا پوښتنه مو د مالیې له وزارت سره شریکه کړه.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل:

اجمل حمید عبدالرحیمزی

"په اووه نویم کال کې د ۲۰۰ ښوونځیو د جوړولو لپاره موافقه شوې او د ۶۰۰۰ نورو ښوونځيو د جوړولو چې دوی ویلي، موږ په دې برخه کې له نړیوالو مرستندویانو سره خبرې پیل کړي چې مالي امکانات او چارې ورته برابرې کړو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري.

د نورستان ولایت یو ښوونکی وايي چې په دغه ولایت پوهنه ګڼې ستونزې لري.

افغان زده کوونکي

نوموړي زیاته کړه:

"زما نوم مولوي اشرف الدین دی، هلته هسې په نوم معارف دی، د مسلکي استادانو د نه شتون له امله، زده کوونکي ضعیف پاتې کېږي، کانکور ته لاس نه مومي او د دولسم سند هم نه شي اخیستلي، ودانۍ نه شته شاګرد د ونو لاندې ناست وي، له بهرنیو برسونو هم محرومېږو او په کورنیو پوهنتونو کې هم چانس نشو اخیستلی، له دولته غواړو چې موږ ته مسلکي استادان او کتابونه ولېږي، پوهنتونونو ته مو که په سلو کې نیم کس لاړشي، داهم ډېره ده."

د ولسي جرګې غړې سامعه عزیز سادات، هم مناسب چاپېریال د زده کوونکو د سالمي فکرې ودې او زده کړو لپاره اساس ګڼي.

مېرمن سادات ازادي راډیو ته وویل چې سربېره پر ولایتونو، ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو کې چې ګڼ شمېر ښوونځي یې ودانۍ نه لري، حکومت نه دی توانېدلی چې حتی په کابل ښار کې هم، د ښوونځیو د ودانیو د کموالي ستونزه هواره کړي.

په کابل کې د یو ښوونځي زده کوونکي

نوموړې زیاته کړه:

"زه د کابل ښار د ده کیپک په سیمه کې له یوولسو، دولسو کلونو راهیسې وینم چې د نجونو یو ښوونځي په کرایي کورځای پرځای دی او وضعیت یې ډېر خراب دی."

د پوهنې وزارت وايي، اوس په ټول افغانستان کې ۱۷۴۰۰ ښوونځي شته چې ۹۰۰۰ یې ودانۍ لري.

د ولسي جرګې غړې برېښنا بدیع وايي، که ښوونکی له مادي پلوه ډاډ من وي، کولی شي په ښه توګه تدریس وکړي.

دا وايي، د افغانستان اکثره ښوونکي د اقتصادي کمزورۍ له امله په کرايي کورونو کې اوسېږي او سره له دې چې حکومت ورسره ډېر ځلې د ځمکو د ورکړې ژمنې کړي، خو عملي کړي یې نه دي.

د دې ستونزې په اړه د کونړ ولایت د ښوونکو د ټولنې رئیس حاجي حیات الله او د کابل د بګرامیو د ولسوالۍ د قلعه نعمان د ښوونځي ښوونکي نذیراحمد ازادي راډیو ته وویل:

"۱- ښوونکو ته د ځمکو د ورکړې فرمان د کرزي صاحب په وخت کې ورکړل شوی وو، خو کله چې اشرف غني صاحب ولسمشر شو، ده چې له کوم وخت څخه شایع کړی، له هغې راهیسې ورته توجه نه ده شوې، یوه ښوونکي ته هم ځمکه نه ده ورکړل شوې.

۲- دولت چې په لومړي سرکې له موږ سره د ځمکو د ورکولو ژمنې کړې وې، هغه ټولې درواغ وختې، نه ځمکه معلومه ده او نه مو تنخواه سمه ده، ستونزې ډېرې دي په یو وار ټولې نه ختمېږي."

د دوی په خبره په هېواد کې پوهنه متوازنه هم نه ده او له یوه ولایته تربله په کې، توپیرونه لیدل کېږي.

دوی وايي، د مسلکي استادانو نشتوالی د دغې ستونزې عمده لامل دي.

خو په دې اړه د پوهنې وزارت مرستیال محمد ابراهیم شینواری وايي، د ښوونکو د تحصیل په پام کې نیولو له اته زره نویو ښوونکو څخه ازموینه اخیستل شوې او له ۲۰۰۰۰ نورو به هم واخیستل شي.

ابراهیم شنورای

ښاغلي شینواري داهم وویل چې نوی نصاب د پوهنې له نړیوالو معیارونو سره سم ترتیب شوی، د نویو کتابونو د چاپ پروسه پیل شوې، د اصلاح لپاره نوی ریفورم جوړ، ۱۰۵ نوي ښوونځي ودان، ۱۳۰ ښوونځیو ارتقا کړې او ۱۱۵ تړلي ښوونځي پرانیستل شوي دي.

د پوهنې د وزارت پر دغو ژمنو شا اوخوا میاشت تېرېږي خو ایا په دې موده کې د پوهنې د ستونزو د حل لپاره کوم ګام اخیستل شوی؟

د کابل ښارد مولانا جلال الدین بلخې د ليسې زده کوونکې فرزانه وايي:

"زموږ ستونزه داده چې څوکۍ نه لرو، کتابونه نه لرو، مسلکي استاد نه شته، د نوې تعلیمي کال نه یوه میاشت تېره شوه، خو زموږ ستونزې هوارې نه شوې له دې امله سم درس نه شو ویلی."

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال محمد صدیق پتمن وايي، اوسمهال د هېواد د پوهنې نظام له ګڼو ستونزو سره مخ دی او که هوارولو ته يې تدابیر ونه نیول شي، د اصلاح، پرمختګ او پراختیا لارې به یې تړلې پاتې شي.

صدیق پتمن

د ده په باور، د پوهنې د پرمختګ او پراختیا بشپړوونکي عناصر چې مسلکي ښوونکي، کتابونه او مناسبه زېربنا ده، اوس هم نیمګړتیاوې لري او د ده په خبره د هېواد د پوهنې پر نظام یې ناوړه اغېز کړی دی.

د پوهنې وزارت وايي، د پوهنې د نظام د اصلاح، پرمختګ او پراختیايي لپاره یې ۱۵ کلن پلان جوړ کړی چې لومړی پړاو به په راتلونکو دوو، دوهم به یې په پنځه او درېیم به یې په ۱۵ کلونو کې پلی او شته ستونزې به تر ډېره ځایه هوارې کړي.

راپور: خان محمد سیند