د نوم لیکنې لپاره رأیه ورکوونکو ته د عامه پوهاوي کمپاین پیلېږي

ارشیف

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسیون وايي، د نوم لیکنې لپاره رأی ورکوونکو ته له بېلابېلو لارو د عامه پوهاوي کمپاین پیلوي.

په‎داسې حال کې چې د رأی ورکونې لپاره د نوم لیکنې له بهیره پنځه ورځې تېرېږي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د راروانې اوونۍ له پیله د عامه پوهاوي د نوي کمپاین د پیلېدو خبره کوي.

د یاد کمېسیون یوه کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۳۰» ازادي راډیو ته وویل، د نوي کمپاین په لړ کې علماوو ته هم دنده سپارل شوې چې د جمعې په خطبو کې خلکو ته لازم معلومات ورکړي.

دا چې د رأی ورکوونکو د نوم ثبتونې پروسې د ګړندیتوب او هڅونې لپاره له کومو نویو لارو کار اخیستل کېږي؟ ښاغلی هاشمي یې په اړه وايي:

"د علماوو له شورا، د پوهنې او لوړو زده‎کړو له وزارتونو، مدني ټولنو، د سولې د عالي شورا او والیانو سره په‌دې اړه کار روان دی او دغه‌شان د الوتکو له لارې د ترتیب شویو اعلامیو په خپرولو سره چې خلک وهڅوي او دغه‌شان د ټیلیفوني اړیکو او پیغامونو له لارې عامه پوهاوی، هغه څه دي چې خلک به وهڅول شي. دا هغه څه دي چې راتلونکې اوونۍ پیلېږي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو غړی سید حفیظ‌الله هاشمي

دی وايي، په جمهوري ریاست کې هم په دې اړه په یوې غونډه کې بحث شوی چې له کومو مېکانیزمونو او لارو چارو نه په استفادې سره په انتخاباتو کې د ګډون لپاره خلکو ته عامه پوهاوی ډېرېدلی شي.

دا په‎داسې حال کې ده چې په انتخاباتو د څار ځيني بنسټونه، د حکومت سیاسي مخالفین او عام خلک انتقاد کوي چې د رأی ورکولو د نوم لیکنې بهیر سست روان دی او خلک په لازمه اندازه نه‎دي هڅول شوي.

خلک: کونړ کې د عامه پوهاوي د نشتوالي له امله ۸۰۰ تنو د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې

دوی دا هم وايي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون تر څنګ یو شمېر نور بنسټونه چې د انتخاباتو په برخه کې کار کوي او په‎دې برخه کې یې پروژې هم اخیستې دي لازم کار نه‎دی کړی.

له‎دې سره د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، دا کار که څه هم ناوخته پیلېږي، خو خپل اغېز به ولري.

ښاغلي رشید زیاته کړه:

"موږ خوشحاله یو چې د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه په راتلونکو ورځو کې د عامه پوهاوي لپاره د اضافي کړنو په اړه اورو، خو باید وویل شي هغه څه چې ترسره شوي کافي نه‌وو او نه هم اغېزمن وو."

د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د نوم لیکنې بهیر د تېرې شنبې په ورځ پیل شوی او ټاکل شوې چې لومړی پړاو یې تر یوې میاشتې دوام وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په لومړیو څلورو ورځو کې څه باندې ۷۶ زره کسانو د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخایاتو لپاره نوم لیکنه کړې او دا پروسه ورځ تر بلې په ښه کېدو ده.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي د پنجشنبې په ورځ له خلکو وغوښتل چې د دغو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې په بهیر کې په پراخ ډول ګډون وکړي.

له دې سره د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي چې ځان د حکومت اپوزېسیون نوموي، وايي د نوم لیکنې پروسه ناکامه ده او باید هم په نویو لارو چارو فکر وشي.

د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي

دی زیاتوي:

"زما په نظر په کافي اندازه عامه پوهاوی نه‌شته، بل که هر څومره عامه پوهاوی هم ورکړل شي دا وخت ډېر کم دی او بل دوی دوه ستونزې سره یوځای کړي، له یوې خوا خلک تذکره نه‎لري او بل نوم لیکنه، د دغې بهیر نتیجې دا سر له اوله اوونۍ کې معلومېږي چې هر چېرې شکایتونه دي."

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني هم د پنحشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې د رأی ورکوونکو لپاره د نوم لیکنې د روان پڅ بهیر په اړه اندېښنه وښوده.​

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون روان کال د میزان د میاشتې ۲۸مه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه ټاکلې ده.

خو ښاغلی احدي انتقاد کوي چې په ټوله کې د نوم لیکنې د بهیر د پیل او انتخاباتو لپاره واقع‌بینانه پلان نه‎دی جوړ شوی او ډېر وخت ضایع شوی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ