د انتخاباتو کمېسیون: په غور کې د نوم لیکنې پر یوه مرکز برید جدي اندېښمن کړي یو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، که څه هم امنیتي بنسټونو ډاډ ورکړی چې د نوم لیکنې د پروسې امنیت به خوندي کوي، خو د غور حملې دوی په جدي توګه اندېښمن کړي دي.

د دغه کمېسیون یوه کمېشنر سید حفیظ‎الله هاشمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي، خو وايي د نوم لیکنې پروسه به په بریالیتوب ترسره شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو غړی سید حفیظ الله هاشمي

نوموړی زیاتوي:

"له بده مرغه تېره ورځ په غور کې پېښې موږ په جدي توګه اندېښمن کړي یو، موږ دغه مسئله د غور له سیمه‎ییزو چارواکو، قومي سپین‎ږیرو، د کورنیو چارو وزارت او له ملي امنیت څخه تعقیبوو چې دغه مسئله حل شي."

د سې شنبې په ورځ د غور په مرکز د فېروزکوه ښار د غلامان په سیمه کې د نوم لیکنې په یوه مرکز وسله‎والو برید وکړ او پنځه تنه‌یې برمته کړل.

د غور د سیمه‎ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې په برمته شویو کې د کمېسیون درې کار کوونکي او دوه پولیس شامل دي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې پروسې له پیله تر دې دمه دا لومړنی برید دی چې د نوم لیکنې په یوه مرکز کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په‎دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو تر دې وړاندې امنیتي مسؤلینو د نوم‎لیکنې د پروسې د امنیت په اړه ډاډ ورکړی و.

د طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې د غور د پېښې په اړه بې‌خبري ښودلې، خو ټینګار یې کړی چې طالبان به د انتخاباتو مخه ونیسي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له‎مخې په تېرو څلورو ورځو کې له ۷۶ زره څخه زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې چې کابو ۲۰ زره‌یې مېرمنې دي.

د نوم لیکنې د پروسې پر وړاندې د ناامنۍ تر څنګ د انتخاباتو په پروسې د خلکو بې‌باوري بله لویه ستونزه ګڼل کېږي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د غور پېښې دا وښوده چې د نوم لیکنې پروسه به له جدي ننګونو سره مل وي.

د ولسي جرګې غړی عبدالستار خواصي

د ولسي جرګې غړی عبدالستار خواصي وايي:

"د ناامنۍ اغېز بېخي ډېر محسوس کېږي لکه څنګه چې په غور کې تېره ورځ د رأی ورکولو پر یوه مرکز برید وشو او کارکوونکي یې برمته شول، دا د انتخاباتو د کمېسیون د کار کوونکو لپاره لوی ګواښ دی."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې هم وکیلانو له دې کبله په کمېسیون انتقاد وکړ چې له چمتووالي پرته‌یې د نوم لیکنې پروسه پیل کړه.

د وکیلانو په خبره که کمېسیون او په ټوله کې حکومت ونه‎کړای شي چې د نوم لیکنې پروسه په بریالیتوب پای ته ورسوي، نو په ولسواکۍ او انتخاباتو به د خلکو نسبي باور هم له‎منځه ولاړ شي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تل بیا ټینګار کړی چې د نوم لیکنې لپاره ټول چمتووالی نیول شوی او له پلان سره سم به دغه پروسه پر مخ ولاړه شي.

راپور: محمد حدیث پردېس